د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د "افغانستان همغږۍ ګروپ" کنفرانس چې د ترکيې په استانبول ښار کې جوړ شوی وو، ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار او د اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په استانبول ښار کې د "افغانستان همغږۍ ګروپ" کنفرانس کې د ګډون کولو ترڅنګ، په هېواد کې د خصوصي سکتور اوسني وضعیت او شته پانګه ایزو فرصتونو په اړه خبرې اترې وکړې.
 په یاد کنفرانس کې د افغانستان همکارو نړیوالو سازمانونو او مؤسسو لکه نړیوال بانک، اروپايي اتحادیه او ملګرو ملتونو استازو او د افغانستان د پراختیايې پروژو بسپنه ورکوونکو هم ګډون درلود.
 
په یاد کنفرانس کې، چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د مالي ملاتړ کوونکو بنسټونو له خوا جوړ شوی و، د تېر کال په ترڅ کې د افغانستان پر عمومي او اقتصادي وضعیت، د شته ننګونو او فرصتونو په اړه بحث او خبرې وشوې او په افغانستان او  سیمه کې د پراختیایي پروژو تطبیق او د مرستو پر دوام ټینګار وشو.

ښاغلي توکل احمدیار د افغانستان د خصوصي سکتور د اوسني وضعیت، د پراختیایي پروژو د وضعیت، په بېلابېلو برخو کې د نړیوالو مؤسسو د فعالیتونو او په هېواد کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د پانګونې د شته فرصتونو او د نسبي ودې په اړه یې د خوشبینۍ څرګندونه وکړه.
نوموړي د تیرو کلونو په پرتله د افغانستان د صادراتو زیاتوالي ته د اشارې کولو په ترڅ کې، د افغانستان له مالي ملاتړ کوونکو بنسټونو وغوښتل، چې خپلې پروژې او فعاليتونه بېرته پيل کړي، څو هېواد اقتصادي پرمختګ ته ورسېږي او د افغانستان خلکو ته د کار زمينه برابره شي.

ښاغلي مهمند په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د شته فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د ټولیز امنیت تامین، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو د کښت مخنیوی یې د پانګونې او د لویو زیربنایي پروژو د تطبیق لپاره یو ښه فرصت وباله.
نوموړي دغه راز له مالي ملاتړ کوونکو بنسټونو او نړيوالو مؤسسو څخه وغوښتل چې له شته فرصت څخه په استفادې په افغانستان کې د پراختيايي پروژو پلي کولو ته دوام ورکړي.

همدارنګه په دې ناسته کې د پراختیايي او سیمه ییزو پروژو په برخه کې د نړیوالو بنسټونو او مالي ملاتړ کوونکو بنسټونو مسؤلینو او استازو په خپلو بېلابېلو اړوندو مسایلو خبرې وکړې او د پراختیايي او اقتصادي پروژو د تطبیق په برخه کې یې د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ او نړیوال بانک په روان زیږدیز کال کې د (کاسا ۱۰۰۰) پروژې د پیل خبر ورکړ.

پنجشنبه، کب ۱۷مه، ۱۴۰۲