د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان – قرغیزستان سوداګریز پیوستون کنفرانس جوړ کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا او اقتصادي ودې په موخه، دا ځل د قرغیزستان هېواد سره د سوداګریزو پیوستون ناسته جوړه چې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، په افغانستان کې د قرغیزستان سفیر ښاغلي دانیارژولچیف، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د قرغیزستان د اقتصاد وزیر سلاکار ښاغلي عظمت مامبکوف، د قرغیزستان د صنعت ادارې رئیس ښاغلي ارسلان بیک بازیف او د دواړو هېوادونو سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود.

ښاغلي میرویس هوتک د قرغیزستان سفیر، د هغه ملګرو او د دې ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دغه ډول غونډې جوړېدل د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، ګډې پانګونې او اقتصادي ودې لپاره ښه زمینه وبلله او په راتلونکي کې يې د ورته غونډو د دوام غوښتنه وکړه.  

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر اهمیت خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.

نوموړي همدارنګه، د افغانستان، قرغیزستان او ازبیکستان هېوادونو ترمنځ د ګډو درې اړخیزو هوکړه لیکونو د لاسلیک، له قرغیزستان څخه د موټر واردونکو لپاره د تګ راتګ د زمینې برابرولو، د افغان-قرغیزستان د ګډ سوداګریز کور د جوړولو او د ګډ نندارتون په جوړیدو چې ټول کورني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شي ټینګار وکړ.

ښاغلي دانیار ژولچیف د دغې غونډې د جوړولو له امله د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو ستاینه وکړه او افغانستان ته د موټرونو او پرزو د صادراتو په ګډون په بېلابېلو سکتورونو کې د قرغیزستان د سوداګرو او پانګوالو د لېوالتیا او چمتووالي یادونه وکړه.
نوموړي افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د موټر واردونکو له قرغیزستان څخه افغانستان ته د تیز رفتار موټرو د واردولو د څرنګوالي په اړه خپل نظریات وړاندې کړل او قرغیزستان ته یې د موټر واردونکو لپاره د سوداګریز سفر، د موټرونو له فابریکو څخه د لیدنې او سوداګریزو تړونونو د لاسلیک غوښتنه وکړه.

په پای کې د قرغیزستان د موټر جوړولو فابریکې تخنیکي مسؤلینو د معلوماتي پریزنټیشن په ترڅ کې د موټرونو د بېلابېلو ډولونو د تولید او د هغو د پرزو د تولید په اړه د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیز توضیحات او معلومات وړاندل کړل.

پنجشنبه، کب ۱۷مه، ۱۴۰۲