د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس په لمړي "افغان – ترکمن سوداګریز نندارتون" او کنفرانس کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار په داسی حال کې چې د اتاق مدیره پلاوي غړو ښاغلي سید پرویز سادات هوفیاني ،عصمت الله وردک، جان آقا صادقی او بهادر خیرخواه، د نیمروز ولایتي اتاق رئیس ښاغلي عبیدالله نورزي، د هرات ولایتي اتاق رئیس ښاغلي محمد یونس قاضي زاده، د بلخ ولایتي اتاق رئیس ښاغلي اسدالله اسدي، د هرات ولایتي اتاق مرستیال ښاغلي عبدالطیف قناویزیان او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله په "افغان – ترکمن سوداګریز نندارتون" او کنفرانس کې چې د ترکمنستان په عشق آباد کې جوړ شوی وو ګډون وکړ.    

ښاغلي احمدیار یاد کنفرانس او نندارتون د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراختیا او غښتلتیا برخه کې اړین وبلل او د ورته ګډو کنفرانسونو او نندارتونونو د په لاره اچولو غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي احمدیار د پخوا راهیسې د افغانستان او ترکمنستان دوستانه اړیکو ته په اشارې کولو سره، د یادو دوستانه اړیکو پر دوام، سوداګریزو راکړو ورکړو کې د لازمو آسانتیاوو پر رامنځته کولو، افغان سوداګرو ته د ویزو په صادرولو، په سیمه ایزو زیربنايي پروژو تطبیق برخه کې د افغان خصوصي سکتور په ښکیلولو او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتورونو په ګډو پانګونو يې ټینګار وکړ.

ښاغلي احمدیار د نندارتون پرانیستې مراسمو وروسته، په نندارتون کې د افغانستان او نورو هېوادونو له غرفو څخه لیدنه ترسره او د افغان سوداګرو او پانګوالو ستونزې او وړاندیزونه يې واوریدل.

د یادونې وړ ده چې، په یاد نندارتون کې کابو ۳۰۰ افغان او بهرنیو شرکتونو ګډون درلود چې له دی ډلې څخه ۱۵ سوداګرو میرمنو هم خپل تولیدات نندارې ته کیښودلي وو.

دوشنبه، کب ۱۴مه، ۱۴۰۲