د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغان-ازبیک کنفرانس جوړ کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سیمې او نړۍ هېوادونو په ځانګړې توګه ازبیکستان سره د سوداګرۍ پراختیا او ودې په موخه، د افغان-ازبیک کنفرانس جوړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین، په افغانستان کې د ازبیکستان سفیر ښاغلي خواجه یادګار شاد مانوف، د ازبیکستان د صادرونکو اتحاديې رئیس ښاغلي یارکین، د اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاوالدین اچکزي، د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي او د دواړو هېوادونو د درملو، ودانۍ، برښنايي، خوراکي توکو، ټوکر او چرګانو سکتورونو مسؤلینو پکې ګډون درلود.

ښاغلي مهمند د دې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د ازبیکستان جمهوریت له افغانستان سره د دیني او کلتوري مشترکاتو، ترانزیتي، سوداګریزو او صنعتي اړیکو له پلوه یو پخوانی دوست وباله او له ازبکستان سره یې د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر ښه والي ټینګار وکړ.

د اتاق لومړي مرستیال ټولیز امنیت، د کوکنارو پر کښت بندیز او د اداري فساد له منځه تلل په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه زمینه وبلله او له ازبیک سوداګرو یې وغوښتل چې له افغان سوداګرو سره د انرژۍ د تولید، پنبې او د ډبرو سکرو د استخراج په برخو کې پانګونه وکړي او د ګډ نندارتون د تر سره کولو او د کارګو شرکت د جوړولو لپاره چې د دواړو هېوادونو صادرات او واردات په چټکۍ سره ترسره شي، ګډې هڅې ترسره کړي.
نوموړي له دوی سره  د شنه صنایعو په ښارګوټي کې د ځمکې د وېش په برخه کې د اتاق د همکارۍ ژمنه وکړه.

ښاغلي مهمند د سیمې او نړۍ له هېوادونو په ځانګړي ډول ازببکستان سره ښې سوداګریزې او اقتصادي اړیکې چې د هېواد ملي ګټې په کې په نظر کې نیول کېږي، مهمې وبللې او د دغه هېواد له جمهوررئیس څخه یې د افغانستان د ټرانزیټ لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو له امله مننه وکړه.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین په افغانستان کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او له ازبیکستان سره یې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

ښاغلي خواجه یادګار شاد مانوف د دغې ناستې جوړولو له امله د اتاق د هڅو ستاینه وکړه او افغانستان یې له ازبیکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې ښه ملګری وباله او دا ډول ناستې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره لار هوارونکي وبلل.
نوموړي د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې د اسانتیاوو د رامنځته کولو خبر ورکړ.

ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په افغانستان کې د وروستیو طبیعي پېښو پر مهال د ازبیکستان هېواد د بشري مرستو او په حیرتان بندر کې د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو له امله ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

ښاغلي مایل د ازبیکستان له سوداګرو وغوښتل چې د افغانستان له اوسنیو شرایطو او فرصتونو څخه په استفادې د افغانستان له سوداګرو او پانګوالو سره د کانونو، د انرژۍ د تولید او نورو برخو کې چې د افغانستان د خلکو اساسي اړتیاوې دي، ګډې پانګونې وکړي.

یکشنبه، کب ۱۳مه، ۱۴۰۲