د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغان خصوصي سکتور ملاتړ صندوق رامنځته کولو په اړه د ځینو ولایتي اتاقونو مسؤلینو او د برښنايي توکو واردونکو سره مشورتي ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د اتاق مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د کرنې اتاق مرستیال ښاغلي میرویس حاجي زاده د هېواد د بریښنايي توکو له واردونکو سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغان خصوصي سکتور ملاتړ صندوق جوړولو او ورڅخه د ګټې پورته کولو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مایل احمدي د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه یې د یوه صندوق د جوړولو په هدف خبرې وکړې او له سوداګرو او ګډونوالو یې وغوښتل چې خپل پلانونه او نظریات له اتاق سره شریک کړي ترڅو اتاق وکولای شي د دې صندوق د ښه مدیریت کولو څرنګوالی، د اړوندو حکومتي ارګانونو سره شریک کړي.

ښاغلي سخي د هېواد د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق، د دولت او خصوصي سکور د ګډ مدیریت په اړه، د وارداتي توکو د هر ټن په بدل کې د واردونکو لخوا د تادیاتو د اندازې په اړه او دغه راز د دې پیسو د مصرف په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او په دې اړه یې د ګډونوالو نظرونه او معقول وړاندیزونه وغوښتل.

ښاغلي سخي ډاډ ورکړ، چې د هېواد د خصوصي سکتور د ملاتړ صندوق د مصرف اړوند ټولې ستونزې به د ګډې کمېټې (دولتي او خصوصي سکتور) تر څارنې لاندې ترسره کېږي، ترڅو د هېواد د خصوصي سکتور لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

دغه راز په دې غونډه کې سوداګرو او د برښنايې وسایلو واردونکو د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه د یوه صندوق له جوړېدو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه وغوښتل چې، بهر ته د پیسو لیږد، د سوداګریزو مالونو د لیږد د کرایې کمول، د مالیاتو په ورکړه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو او ځینې نورو مسایلو برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته او خنډونه له منځه یوسي.

په پای کې، ښاغلي مایل احمدي د سوداګرو او د برېښنايي وسایلو واردونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او ژمنه یې وکړه چې د دوی د ستونزو د حل لپاره به هڅې وکړي.
نوموړي د هېواد له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ په موخه د دغه صندوق جوړېدل د هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په برخه کې یو مثبت ګام وباله او له سوداګرو یې وغوښتل چې له شته کړنلارې سره سم له دغه صندوق سره همکاري وکړي.

شنبه، کب ۱۲مه، ۱۴۰۲