د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د ریاست الوزارء له اداري مرستیال سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد د نفتو واردونکو یو شمیر سوداګرو په ملتیا د ریاست الوزارء اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي سره لیدنه ترسره او د سوداګرو ستونزې يې ورسره شریکې کړې.

ښاغلي مهمند د تېرو کلونو په پرتله د نفتي توکو د واردونکو د مالیاتو د لوړوالي په برخه کې د ستونزو یادونه وکړه او د دې مالیې ورکړه يې د نفتي توکو د واردونکو له توان څخه بهر وبلله.
نوموړي د ریاست الوزارء له اداري مرستیال څخه وغوښتل چې د هېواد اوسني وضعیت ته په کتو د نفتي توکو د مالیې په کمولو کې همکاري وکړي.

د اتاق لومړي مرستيال د هېواد د سوداګرو له خوا د ماليې پر ورکړې د ټينګار تر څنګ، پر وارداتي توکو د يوې واحدې ماليې وضع کول د سوداګرو او واردونکو لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه، يو مثبت ګام وباله.

ښاغلي عبدالسلام حنفي د هېواد د خصوصي سکتور د مشرتابه د هڅو ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د نفتي توکو د سوداګرو ستونزې به له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړي او د حل په برخه کې به ورسره همکاري وکړي.

پنجشنبه، کب ۱۰مه، ۱۴۰۲