د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د مالګې تصفيې اتحاديې له غړو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي په حضور کې د مالګې تصفيې اتحاديې له غړو سره لیدنه ترسره او د دوی ستونزې يې واوریدې.

د مالګې اتحاديې مشرتابه پلاوي غړو په نږدی راتلونکي کې د مالګې تصفیې او پروسس سهامي شرکت جوړولو خبر ورکړ مګر د یاد شرکت لپاره د ځمکې نه شتون يې خپله ستره ستونزه او ننګونه وبلله او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لومړي مرستیال څخه وغوښتل چې د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره په همغږۍ، دوی ته د ځمکې استملاک او لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.

ښاغلي مهمند د مالګې د پروسس شرکت جوړیدو هرکلی وکړ او د مالګې اتحاديې له مشرتابه يې وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلي بڼه اتاق ته وسپاري څو اتاق يې د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره شریکې او د حل مناسبې لارې ورته ولټوي.

سه شنبه، کب ۸مه، ۱۴۰۲