د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د ماليې وزارت عوایدو له عمومي رئیس سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد د نفتي توکو واردونکو په ملتیا د عوایدو له عمومي رئیس سره ناسته ترسره او د ګمرکي مالیاتو لوړوالي په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مهمند د تېرو کلونو په پرتله د نفتي توکو د واردونکو د ماليې د څو برابره زياتوالي په برخه کې د هېواد د نفتي توکو د واردونکو عمده ستونزې يادې کړې او د دې ماليې ورکړه يې د نفتي توکو د واردونکو له توان څخه پورته وبلله.
نوموړي د ماليې وزارت د عوايدو له عمومي رئیس څخه وغوښتل، چې د هېواد اوسني وضعيت ته په پام سره د يادو واردونکو د ماليې د ورکړې په کمولو کې ورسره همکاري وکړي.

د اتاق لومړي مرستيال پر وارداتي توکو په ځانګړې توګه په ګمرک کې د ټولو مالياتو په راټولولو ټينګار وکړ او دغه موضوع يې سوداګرو ته په ورځنيو کارونو کې د اسانتياوو د رامنځته کولو لپاره يو ښه فرصت وباله او د ماليې ورکړه يې د هېواد د هر سوداګر او پانګه وال دنده وبلله.

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس د اتاق لومړي مرستیال او ورسره ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د نفتي توکو د واردونکو ستونزې د حل په برخه کې له اړوندو ادارو سره د همکارۍ ژمنه وکړه.

سه شنبه، کب ۸مه، ۱۴۰۲