د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د نفتو له واردونکو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئيس ښاغلي میرویس هوتک په حضور کې د هېواد نفتو له یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره او د دوی د مالیاتي ستونزو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

د نفتو واردونکو د مالیې وزارت د عوایدو ریاست له لوري د تېلو پر ټانکونو د مالیې د لوړوالی، د تېرو کلونو په پرتله د هېواد د ښاروالۍ له خوا د صفايۍ او اعلاناتو ماليې لوړوالی، د املاکو لوړه کرایه او د اسعارو د تبادلې د ثابت نرخ نشتوالی خپلې عمده ستونزې وبللې او یادو ستونزو ته د حل لارو پیداکولو برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د نفتو واردونکو ته د ښه راغلاست ویلو وروسته، د یو هېواد اقتصادي څرخ چلیدل د مالیاتو په اخذ پوری تړلی وباله او د نفتي توکو له واردونکو څخه یې وغوښتل چې په خپل وخت مالیه ورکړي.
نوموړي د نفتي توکو له واردونکو وغوښتل، چې خپلې ستونزې او وړانديزونه په ليکلي ډول له اتاق سره شريک کړي، ترڅو اتاق وکولای شي، چې د دوی د ستونزو د حل په موخه له اړوندو دولتي ادارو سره په همغږۍ کې عملي ګامونه پورته کړي.

د خونې لومړي مرستیال د ګمرک له عمومي رئیس سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې د نفتي توکو د واردونکو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د واردونکو د ستونزو په حل کې یې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

دوشنبه، کب ۷مه، ۱۴۰۲