د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان درملیزو خدماتو اتحاديې په عمومي ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان درملیزو خدماتو اتحاديې عمومي ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي قدرت الله جمال، د درملو او خوراکي توکو ملي ادارې رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالباري عمر، د ماليې وزارت ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي عبدالمتین سعید، د افغانستان د درملیزو خدماتو اتحاديې رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ او د هېواد یو شمیر تولیدووکو او واردوونکو په ګډون ترسره شوه.
 
ښاغلي اسدالله کاکړ د ناستې ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د درملیزو خدماتو اتحادیې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې د باکیفیته درملو واردولو ته به جدي پاملرنه وکړي او له اړوندو ادارو سره به همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند په تیرو دریو کلونو کې د درملیزو خدماتو د اتحادیې څخه مننه وکړه او د درملو د کیفیت د کنټرول په برخه کې یې د درملو او خوراکي توکو د ملي ادارې له مشرتابه څخه مننه وکړه.

ښاغلي مهمند بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي او د سیمې له هېوادونو سره د مثبتو اړیکو د یادولو په ترڅ کې د درملو د سکتور له سوداګرو وغوښتل چې د باکیفیته درملو واردولو ته جدي پاملرنه وکړي.

ښاغلي مهمند د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د درملو د ذخیره کولو لپاره د معیاري ګودامونو د جوړولو په موخه، د ځمکې د استملاک په برخه کې همکاري وکړي.

د اتاق لومړي مرستیال د ونډو په بڼه د درملو د تولید فابریکې پر جوړېدو ټینګار وکړ او د هېواد له سوداګرو او پانګوالو یې وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

یکشنبه، کب ۶مه، ۱۴۰۲