د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په کابل کې د افغان-ایران ګډ اتاق ناسته جوړه کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه ایران د سوداګریزو اړیکو پراختیا په موخه، د افغان-ایران ګډه ناسته چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د اتاق مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، سید پرویز سادات هوفیاني، بهادر خیر خواه او ضیاءالدین اچکزي، په افغانستان کې د ایران سفارت مرستیال ښاغلي سید حسین مرتضوي، د سوداګرۍ او صنعت وزارت معین ښاغلي قدرت الله جمال، د خراسان رضوي اقتصادي چارو مرستیال ښاغلي چمندي، د اتاق څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل سوداګرۍ اتاق لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي، د اتاق عامل پلاوي پالیسۍ او تخنیکي مرستیال ښاغلي محمد انور عارفي، د هلمند، لوګر او سپین بولدک اتاقونو رئیسانو او  هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو پکې ګډون درلود، په کابل سټار هوټل کې جوړه کړه.
 
ښاغلي مهمند د دغې غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ایران په کلتوري، دیني، اقتصادي او ټرانزیټي مشترکاتو کې د افغانستان پخوانی دوست وباله او د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران سره یې د صادراتو او وارداتو پر انډول ټینګار وکړ.

ښاغلي مهمند د ایران له بشري مرستو او د افغانستان له خصوصي سکتور سره د دغه هېواد د سفارت له همکاریو مننه وکړه او د سیمې او نړۍ هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته یې د پنبې د صادرولو لپاره د افغان سوداګرو د چمتووالي خبر ورکړ.

د اتاق لومړي مرستیال له ایران سره د اورګاډي د پټلۍ د ټرانزیټ له لارې د صادراتو او وارداتو پر بیا پیلولو ټینګار وکړ او ترکیې ته یې د افغانستان د ډبرو سکرو په صادراتو کې د ایران له حکومت څخه د سبسایډي غوښتنه وکړه.

د اتاق لومړي مرستیال ټولیز امنیت، د اداري فساد نه شتون او د کوکنارو د کښت مخنیوی په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او د دواړو هېوادونو له سوداګرو یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د کرنې میکانیزه کیدو برخه کې ګډه پانګونه وکړي.

ښاغلي قدرت الله جمال ایران د افغانستان ښه دوست او ګاونډی وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو، اقتصادي او ټرانزیټي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ. نوموړي د کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ.

سید حسین مرتضوي د دغې غونډې د تنظیمولو په خاطر د اتاق د مشرتابه د هڅو د قدردانۍ په ترڅ کې افغانستان ته د ایراني پلاوي د سفر اصلي موخه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړتیا او د هر اړخیزو همکاریو پراختیا وګڼله او په چابهار بندر کې يې د اسانتیاوو په رامنځته کولو کې د ایران د همکارۍ ډاډ ورکړ.

سید جاوید برهان د چابهار بندر د افغانستان لپاره یو له مهمو سوداګریزو بندرونو څخه وباله او د ایران له چارواکو یې وغوښتل چې په دغه بندر کې د افغان سوداګرو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي همداراز د درملو د تولید په برخه کې له ایراني پانګوالو سره د ګډې پانګونې په برخه کې د افغان پانګوالو چمتووالی څرګند کړ.

ښاغلي الکوزي په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د شته ستونزو په اړه هراړخیز معلومات وړاندې کړل او د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د درې اړخیزې ناستې په ترسره کولو یې ټینګار وکړ چې په ترڅ کې به یې د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې دایمي حل لارې بیامومي.

چهارشنبه، کب ۲مه، ۱۴۰۲