د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې له شارژدافیرې سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې له شارژدافیرې آغلې رفیلا سره آنلاین ناسته ترسره کړه. په یاده ناسته کې د اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک، د عامل پلاوي نړیوالو اړیکو، عامه اړیکو، صادراتو او پانګونې پراختیا، سوداګرۍ پراختیا، د غړو سره د اړیکو او ودانیزو چارو ډیپارټمنټونو او د مختلفو ولایتونو یو شمیر سوداګرو میرمنو ګډون درلود.

ښاغلي احمدیار له آغلې رفیلا څخه مننه وکړه چې د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو پر وړاندې د ننګونو او د هغوی د حل لپاره دا ډول فرصت برابر کړ او د اوسني سوداګریز او اقتصادي وضعیت په اړه يې آغلې رفیلا ته ټولیز معلومات وړاندی کړل.

د اتاق عمومي رئیس د بانکي او مالي سکتور ننګونې، افغان سوداګرو ته د یو شمېر هېوادونو له خوا د ویزو نه ورکول، د مالي ملاتړ د اسانتیاوو نشتوالی او د خصوصي سکتور د سوداګریزو او اقتصادي پلانونو په برخه کې د تمویل کوونکو نه لېوالتیا، د نوو مقررو او قوانینو وضع چې اوسني حالت ته ځواب ویونکي اوسي، هغه پروژې چې پخوا د نړیوالې ټولنې او بانکونو لخوا تمویل کېدې او اوس بندې شوې دي ټولې هغه ننګونې دي چې  خصوصي سکتور يې کمزوری کړی او د کاري فرصتونه يې له منځه وړي دي.

هغه زياته کړه، پخوا داسې فکر کېده، چې په افغانستان کې له نويو بدلونونو سره به له پاکستان سره سوداګريزې اړيکې ښې شي، خو اوسمهال وضعيت ښه نه دى او په لارو کې ستونزې شته.

ښاغلي احمدیار له بدلونونو وروسته د ښو پرمختګونو او فرصتونو او په روان کال کې یې د ۱.۹ میلیارده ډالرو په ارزښت د صادراتو د زیاتوالي یادونه وکړه، او ویې ویل: د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د شته ننګونو او فرصتونو په اړه په یوې طرحې کار کوي چې یاده طرحه کولی شي د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د سوداګرو او متشبثو ښځو د ملاتړ سبب شي.  

ښاغلي میرویس هوتک له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د خصوصي سکتور د اړیکو په اړه په ځانګړې توګه یو شمېر سیمه ییز او نړیوال اقتصادي سازمانونه چې افغانستان ته راغلي دي، غونډې کړې خو تر اوسه یې کومه عملي پایله نه ده ترلاسه کړې معلومات وړاندې او د تمویل کوونکو څخه یې د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه او د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لخوا يې ښځو ته د مشورتي او تخنیکي مرستو ډاډ ورکړ.

دغه راز د هېواد د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر سوداګرو مېرمنو د خپل کاري وضعيت د ښه والي لپاره خپلې ننګونې، فرصتونه او پلانونه څرګند کړل او د خپلو سوداګريزو فعاليتونو په برخه کې يې د اروپايي ټولنې د ملاتړ غوښتنه وکړه.

مېرمن رفیلا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د خبرو له اورېدو وروسته د اتاق له عمومي رئیس او عامل  رئیس څخه مننه وکړه چې سوداګرو ښځو لپاره او په ټوله کې خصوصي سکتور ته يې دا چانس برابر کړ چې خپل نظرونه او وړاندیزونه له هغې سره شریک کړي.  
نوموړې زیاته کړه "ما څو ځله د افغانستان ولایتونو ته سفرونه کړي، خو په دې ناسته کې نوي او مهم مسایل مطرح شول چې په اړه یې باید لازم ګامونه پورته کړی شي."

آغلې رفیلا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لارې د ښځو د کار د ملاتړ په اړه خبرې وکړې او له هغوی څخه د ملاتړ په برخه کې یې د افغانستان د خصوصي سکتور د استازي په توګه د اتاق له عمومي رئیس څخه وغوښتل چې په دې برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
په ځواب کې ښاغلي احمدیار د اتاق له لارې د مشبثو ښځو د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.  

په دې ناسته کې هوکړه وشوه، چې تاق به د افغانستان لپاره د اروپايي اتحاديې سره په ګډه په داسی یوه طرحه کار وکړي چې له امله به يې د خصوصي سکتور د فعالیتونو لپاره زمینه برابره او د نورو بسپنه ورکوونکو سره به یوځای عملي ګامونه پورته کړی شي.

دوشنبه، سلواغې ۳۰مه، ۱۴۰۲