د افغانستان دسوداګري او پانګونې اطاق مشرتابه پلاوي په هندوستان کې دافغان سفارت سره انلاین ناسته ترسره کړه چهارشنبه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اطاق مدیره پلاوی لمړی مرستال ښاغلی مهمند یونس مالي ریس شیرین آغا سخی او د اطاق عامل پلاوی مالي او اداري مرستال ښاغلی میرویس هوتک په دهلی کې د افغان سفیرښاغلی فرید مومندزی او قونسل ښاغلی قادر شاه سره د یوې انلاین ناستې په ترڅ کې د افغان سوداګرو ستونزو په اړه خبرې وکړي ښاغلی مهمند د افغان سوداګروستونزو ته د حل لارو لټولو په پار په هندوستان کې د افغان سفارت هڅې وستایلي او په چابهار نیوا مشیوا او درګه بندرونو کې دشتو ستونزو حل په موخه یې دافغان سفارت څخه وغوښتل چې د هندي چارواکو سره د انلاین دوو مخامخ ناستو زمېنه برابره کړي ترڅو ستونزته د حل په لارو چارو خبرې وکړاي شي.
 
ښاغلی مهمند افغان سوداګرو ته د ویزو نه صدور او یو شمیر نورې ستونزې یادې کړي اوزیاته یې کړه چې سیاسي موضوعات نه باید د سوداګریزو او اقتصادی اړیکو د ټینګښت مانع وګرځی ښاغلی شیرین آغا د افغان صادراتي توکو د بسته بندۍ اوپروسس د ښه والي او د چابهار له لارې د سوداګري په زیاتوالي د ټینګار کولو ترڅنګ زیاته کړه” که چیریې هندوستان ته مستقیمې الوتنې پیل شي، د هوایی دهلیز له لارې به هم د صادراتو کچه لوړه شي.
 
ښاغلی مهمندزی د افغان سوداګرو ستونزو په ځانګړی توګه فیومیګیشن حل برخه کې د سفارت د هڅو یادولو تر څنګ ژمنه وکړه چی سفارت د افغان سوداګرو هرډول ستونزو ته د حل لارو پیداکولو ته ژمن دي “نوموړی زیاته کړه که چیرې په افغانستان کی د اطاق د مشرتابه پلاوی او هندی پلاوی ناستې زمینه برابره شي په دهلی کی افغان سفارت به هڅه وکړي چې د دې ناستې لپاره په هندوستان کې زمینه برابره کړي.