د کارځای د خوندیتوب او حفظ الصحې ساتنی لپاره کار ګمارونکو ته وړاندیزونه
د کار نړیوال سازمان(ILO) په وینا کارګمارونکی د خوندی او صحی کاری چاپیریال د ډاډ ورکوولو لپاره عمومی مسؤلیت لری، ترهغه ځایه چی د کوویډ-۱۹ په څیر د ویروس د خپریدو کنټرول لپاره د ځانګړو اقداماتو په شمول د معقول تګلارونه ګټه واخستل شي، د خوندیتوب او روغتیا تدابیر په هر تشبث کې مشخص دی او باید د خطرد ارزونې په غبرګون کی رامنځ ته شی، ځینې سکټورونه لکه د روغتیا او هغه ځایونه چی کارګران د خلکو سره نږی اړیکې لری او د نورو سکټورونو په پرتله خورا سخت کنټرول او مخنیوي او اقداماتو ته اړتیا لری او په جدی ډول کار ګمارونکي باید خطرونه وپیژنی او د دې خطراتو کنترول او کمولو لپاره اړین اقدامات وکړی.
هر کارځای کولی شي یو مهم رول ولوبوی او د لاندی اقداماتو په عملی کولو سره د وبا مخنیوی وکری.
- دکار تنظیمول په هغه شکل تر څو د یوه شخص نه بل شخص ته د اړیکی کمولو لپاره په کارځای کی فزیکی فاصله رامنځ ته شی
- په منظم دول د کارځای ضد عفوی یا دوا پاشی کرول
- د چاپیریال ښه حفظ الصحه ساتل او د هوا کش ښه سیسټم جوړول
- د کافی اسانتیاوی چمتو کول لکه صابون د لاس مینځلو مایع او کار ګمارونکی باید هڅه وکړی چی د کاری ځواک حفظ الصحی ته پام وکړی او په مکرره توګه خپل لاسونه پاک وساتی او د سترګو پوزې ته د لاس وهلو نه ډډه وکړی
- د تنفسی حفظ الصی مراعت کول د بیلګی په توګه کارګروته د مخ ماسک چمتو کول په ځانګړی توګه هغه کسان چی د احتمالی انتاناتو په مقابل کی ډیر توان نلری
- دغیری ضروري کاری سفر محدودول یا منع کول
- د امکان تر حده د کارځای څخه د باندی خلکو سره متقابل عمل کمول
- کارمندا نو ته ځواک ورکول که چیرې دوی احساس وکړی چی دوی د نامناسب کاری وضعیت سره مخ دې او روغتیا ته یی جدی خطرمتوجه ده
- د انتاناتو کنټرول پالیسیو او مرحلوته وده ورکول
- کارمندانو ته لارښود چی تر څو د قرنتین اقداماتو پابندی وکړي په خاصه توګه د لوړخطر ساحی ته سفر کول یا له داسي چا سره اړیکه نیول چې مثبت ازمایښت شوی وي
- کارمندانو ته لارښوونه کول چې په کور کې پاتې شي یا له کورڅخه دی کار وکري که چیري دوی د والګی نښی ولری لکه توخی تبه.
د روغتیا چارواکو او د کارتفتیش کوونکو ته د راپور ورکولو مکلفیت دملی قانون سره مطابق عملی شی.