د سوداګرۍ او کاري ځای لپاره د کوید -۱۹ لارښود

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق خپلو غړو ته ارزښت ورکوی او غواری چې تاسو او ستاسو کاری ځواک د کوید-۱۹ په جریان کی خوندی اوسئ. موږ لارښوونې، معلومات او لینکونه د شریکولو لپاره راټول کړي ترڅو د سوداګری به دی وخت کې خوندي کار کولو کې مرسته وکړي. د انفلونزا فصل نږدې کیدو سره پداسی حال کې چې کوید-۱۹ لاهم د عامو خلکو روغتیا باندی ډیر اغیزه کوي، سوداګري باید د خوندیتوب تدابیر باندي تمرکز وکري او خپل کارمندان وهڅوي چې احتیاطی تدابیر په دواړو کاری ځای او په کور کې ونیسي ترڅو د ناروغی د مخنیوي او کمولو کی مرسته وکری. په هر صورت، صحی کارګران او یو سالم کاری ځای د سالم تجارت درلودلو کی مرسته کوی.
د ناروغۍ مخنیوی غوره لاره دا ده ترڅو د دې ویروس له خپریدو مخنیوی وشي.
د دي ښه کار د کولو څرنګوالی په اړه معلومات او لارښونې په لاندی دې.

دا د خپل ځان او نورو ساتنه لپاره مهمه ده!

ګتور لینوکونه

د کار ګمارونکو او سوداګرۍ لپاره لارښود

د کارنړیوال سازمان لینکونه

  1. در شرکت په کچه د کوید-۱۹ ځانګړې ډلی رامینځته کولو لارښوونې:
  2. د کوید-۱۹ په جریان کې د کار ځای مدیریت لپاره د کارګمارونکو لارښود:
  3. د سرچینې ګړندی د کوید-۱۹ عمومی پالیسیو ته په ځواب کې لارښود:
  4. کارته خوندي راستنیدنه: د کارګمارونکو لپاره د کوید-۱۹ مخنیوې لارښود:
  5. د کوید-۱۹ شپږ مرحلې سوداګرۍ دوام پلان:
  6. د کوید-۱۹ ودې په ځواب کی در کور څخه د کارکولو په اړه د کار ګمارونکو لارښود:

نوت: مهرباني وکړئ په یاد ولرئ د کار نړیوال سازمان ILO لارښوونې وژباړئ د انګلیسي نه نورو ژبو ته د ILO لخوا ندی جوړ شوی او د ILO رسمی ژباړه باید په پام کې ونه نیول شي. د کار نړیوال دفتر هیڅ مسولیت د دې ژباړې په میځپانګه یا دقت کې نلري.

ټول کارګمارونکي او د سوداګری مالکین اړتیا لري په پام کی ونیسي څومره غوره د کوید-۱۹ د خپریدو کمول او تاثیر په کار ځای کې کم کړئ. پدې کې باید فعالیتونه د کارمندانو په منځ کې د لیږد مخنیوی او کمولو کی شامل وی ترڅو د سالم کاري چاپیریال ساتلو کې مرسته وکړي. سوداګرۍ او کارګمارونکي باید:
•    تازه او دقیق معلومات ترلاسه کړئ، په ځانګري توګه د عامې روغتیا وزارت څخه - د دې لپاره چې د ځواب ویلو په اړه غوره معلومات درسره وی.
•    د کاري چاپیریال لپاره ځانګړی پلان چمتو، تطبیق، او که اړینه وي نوی تازه کړئ. اړینه ده چې ټولې سیمې او دنی وپیژندل شي چي د کوید-۱۹ احتمالی امکانات سره تمایل ولري، او بیا د احتمالی کمولو افشا کیدو لپاره لارې چارې په ګوته کړئ. پلانونه باید په پام کی و نیول شي چی کارمندان يې کولای شی کوید-۱۹ خپور کړي حتی چي په دوی کی هیڅ نښې نوي (هیڅ نښې نه ښیې).
•    د ټولو کارمندانو سره پلانونه او بدلونونه په معیاري عملیاتي پروسیژرونو کې شریک کړئ او د دوی د معلوماتو غوښتنه هم وکړئ.