د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال د تخار او بدخشان کویډ – ۱۹ روغتونونو ته د اکسیجن ۱۵۰ ډبې په وړیا ډول وویشلې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال او د حاجي ګل آغا پرواني بنسټ رئیس ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د نبي زاده خیریه بنسټ رئیس ښاغلي کمال نبي زاده د ازبیکستان هېواد څخه پیرودلې د اکسیجن ۱۵۰ ډبې په تخار او بدخشان کې د کویډ – ۱۹ روغتونونو ته په وړیا ډول وویشلې.
 
د اکسیجن ۱۰۰ ډبې د تخار ولایت کویډ – ۱۹ روغتون او ۵۰ ډبې د بدخشان ولایت آغان خان روغتون ته ورکړل شوې. د بدخشان او تخار روغتونونو مسؤلینو هر یو ښاغلي احسان تلاش او ډاکټر سیف الرحمان ابرهیم خیل د ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او ښاغلي کمال نبي زاده د دغه پروخت مرستې ستاینه وکړه او دغه مرسته يې په اوسني وضعیت کې ډیره اړینه وبلله.