د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پروان ولایت سیلاب ځپلو او اړمنو ته خوراکي مواد وویشل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پروان ولایتي اتاق د سخاوت صندوق له لارې د پروان ولایت ‏‏۷۵۰ سیلاب ځپلو او اړمنو کورنیو ته خوراکي مواد توزیع کړل. ‏
 
دغه توزیع د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د ‏مدیره پلاوي غړي ذکریا بریالي، د پروان والي فضل الدین عیار، د پروان ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نظیر ‏آغا نوري او د پروان ولایتي شورا رئیس ښاغلي امین الله شکوري تر څارنې لاندی ترسره شوه. ‏
 
ښاغلي بریالي وویل "د پروان ولایت د تیر کال ویرانوونکي سیلاب قربانیانو سره د مرستې په موخه چې ‏ډیر زیات مالي او ځاني تاوانونه ورته رسیدلي ول، د پروان ولایتي اتاق مشرتابه د سخاوت صندوق ‏رامنځته او د هېواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو څخه يې وغوښتل چې ددی پیښې قربانیانو ته د مرستې ‏لاس ور اوږد کړي. ‏
 
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ورته غوښتنې او همکارۍ پراساس، ‏‏۷۵۰ سیلاب ځپلو کورنیو ته خوراکي کڅوړې چې په اوړو او غوړیو مشتملې وې توزیع کولو ترڅنک، ‏ددی ډول مرستو د دوام هڅه کوي. ‏
 
ښاغلي فضل الدین عیار د پروان ولایت سیلاب ځپلو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او ‏پروان ولایتي اتاق د تیر او سږ کال مرستو ستاینه وکړه او د هېواد له نورو سوداګرو څخه يې وغوښتل ‏چې د اتاق سره په همغږۍ دی خپلې مرستې ددی قربانیانو څخه نه سپموي. ‏
 
په یوه جلا ناسته کې د پروان والي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه غړو او د پروان ‏ولایتي اتاق رئيس او اجرائیوي مسوول څخه په دې ولایت کې سیلاب ځپلو ته د خدماتو په وړاندې کولو ‏کې د دوی د هڅو له امله مننه او ستاینه وکړه.‏