د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ زیانمنو سره د خصوصي سکتور د مرستو لړۍ دوام لري

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د ‏اتاق د عامل پلاوي اداري او مالي مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د کندهار ولایت ته د سفر کولو په ترڅ ‏کې د خصوصي سکتور د مرستو دویم پړاو پیل کړ.‎
 
د یادونې وړده چې، ملي سوداګرو هر یو حبیب ګلزار، همایون خواجه زاده، میرویس کټوازي، حاجي ‏عبیدالله، حاجي ظاهر، محمد یوسف مهمند، د کندهار سوداگرو او د خصوصي سکتور غړیو خپلې ‏مرستندویه کڅوړې د ارغنداب ولسوالۍ زیانمنو سره د لاسنیوي په موخه لیږلي دي. ‎
 
د ارغنداب ولسوال ښاغلي رسولي د سوداګرو د دغې لويې پیرزویینې ستاینه وکړه او دغه مرستې يې ‏ډیرې ارزښتمنې او حیاتي وبللې‎. ‎
 
دغه مرستندویه کڅوړې په اوړو، وریجو او غوړیو باندی مشتملي دي، چې د روان کال غويې تر ۱۳مې ‏‏۶۷۰ زیانمنو کورنیو ته ویشل شوي دي او د مرستو دا ژوند ژغورونکې لړۍ لا هم دوام لري.‏