د اسلام قلعه ګمرک څخه ۳۰۰۰ ودرول شوي ګاډي ووتل او د اوبلن ګاز لیږدوونکو ګاډو دپاره نوی سرک جوړ کړی شو

د افغانستان د درملو اتحاديې او درملو واردوونکو شرکتونو د يوې اونۍ راهیسې د خپل کاري اعتصاب په لړۍ کې نن یو ځل بیا د حکومت له خوا د درملو د انحصاري کولو طرحې د لغو غوښتنه وکړه.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي د درملو اتحاديې په غونډه کې چې په پروان هوټل کې جوړه شوې وه، د ګډون کولو ترڅنګ، د دوی د غوښتنو ملاتړ وکړ.
 
ښاغلي مهمند وویل "دولت مخکې له دی چې د درملو د انحصاري کولو طرحه په خپل سر عملي کړي، باید د هېواد خصوصي سکتور په ځانګړی توګه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره يې شریکه کړې وه."
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه "درملیز خدمتونه او درملتونونه د خصوصي سکتور یوه لویه برخه تشکیلوي چې د ۲۵۰ زره تنو څخه زیات وګړي په مستقیم او غیر مستقیم ډول په دی سکتور کې په کار بوخت دي او دولت باید د دوی غوښتنو او وړاندیزونو ته د هو ځواب ووایې."
 
ښاغلي شیرین آغا سخي د درمل واردوونکو شرکتونو د غوښتنو څخه د ملاتړ ترڅنګ، زیاته کړه "اتاق د درمل واردوونکو شرکتونو د شتو ستونزو په له منځه وړلو او د دوی غوښتنو ته د هو ځواب پیداکولو په برخه کې هر ډول همکارۍ کولو ته ژمن دی."
 
د یادوني وړ ده، چې د درملیزو خدمتونو او روغتیايې تجهیزاتو اتحاديې نه یواځې دا چې په کرونايې سختو شرایطو کې د خلکو درملیزې اړتیاوې پوره کړي بلکه عامې روغتیا او د هېواد روغتونونو ته يې د یو میلیون ډالرو په ارزښت روغتیايې تجهیزات په وړیا ډول ورکړي دي.