د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر سره لیدنه وکړه

د سلواغې په ۱۹مه د یکشنبه په ورځ د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو له وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګرو او پانګه اچوونکو په ستونزو باندی خبرې وکړی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د سوداګرۍ او صنعت وزیر ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د هیواد په لویو لارو کې د سوداګرو څخه اضافي مالیو اخیستنه وغندله او زیاته يې کړه چې همدا ستونزه د هرات – قندهار لوې لارې د بندیدو سبب شوی ده.

د هرات اتاق مشرتابه اوږدمهاله مالیاتي څیړنې د سوداګرو لپاره یو سرخوږی وباله او زیاته يې کړه چې  په دی وروستیو کې د څیړنیز مرکز جوړیدل هم سوداګرو ته یو شمیر ستونزې رامنځته کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په هرات ولایت کې د سوداګریزو برنډونو د راجستر په برخه کې باید لازمې آسانتیاوې رامنځته کړی شي تر څو د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همکارۍ سوداګر وکولی شي خپل سوداګریز برنډونه ثبت کړي.

سوداګرو او پانګه اچوونکو هم خپلې ستونزې څرکندې او زیاته يې کړه چې د صادراتي توکو او کارګو په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره دی د یو ښه میکانیزم څخه کار واخستل شي.

ښاغلي غوریاني وویل "موږ د کار د پیل څخه تر دی مهاله تل هڅه کړی چې د سوداګرو او پانګه اچوونکو شتو ستونزو ته د پای ټکې کیږدو او لازمې آسانتیاوې رامنځته کړو. موږ د سوداګرۍ د جواز پروسه سریع کړی او غوښتونکي کولی شي بی له کوم ځنډ او خنډ څخه د کار او سوداګرۍ جواز ترلاسه کړي. هره هغه ستونزه او فکتور چې د سوداګرۍ په مخ کې خنډ ګرځي موږ به یې له منځه ویسو."