د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي نوبتي ناسته، د 1399 کال د وږي میاشت په 5مه د ښاغلي ګل مراد "عرب" په مشرۍ د ننګرهار د سوداګرۍ او صنعت رئیس ښاغلي محمد حسن "محسن" او د هغه ولایت د اتاق مدیره پلاوي غړو حضور سره ترسره شوه.
پېل کې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ډاکتر احمد مخلص د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او ورپسې ښاغلي ګل مراد "عرب" د مدیره هیئت د اجرایېه کمېټې د ټاکنو پروسې په تړاو خبرې وکړې او بیا د ۱+۵۰ غړو موجودیت په نظر کې نېولو سره د انتخاباتو بهیر تکمیل په اړه له بحث او د څارنې کمېټې له ټاکلو وروسته چې د ننګرهار سوداګرۍ او صنعت رئیس، اجراېیه آمر او د مالي او اداري مدیره څخه تشکیل شوی و د رایو په اتفاق سره د ټاکنو پروسې د پیل په موخه تصمیم ونیول شو.
یادې ټاکنې د نوماندانو او څارنې پلاوي په حضور کې په ډیموکراټیکه فضا او شفاف ډول ترسره شوې چې په پایله کې د ننګرهار اتاق رئیس او مشرتابه پلاوي غړي په لاندې ترتیب سره وټاکل شول:
1- ښاغلی گل مراد عرب د مدیره پلاوي رئیس په توګه؛
2- ښاغلی حضرت ولي هډه وال د مدیره پلاوي لومړی مرستیال؛
3- ښاغلی عبدالولي بابکرخیل د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال؛
4- ښاغلی صفت الله صاحبزاده د مدیره پلاوي خدماتي مرستیال؛
5- ښاغلی آغا محمد رودوال د مدیره پلاوي د پانګونې مرستیال ؛
6- ښاغلی غلام مصطفی رحیمي د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس په توګه.