د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د پروان ولایت د چاریکار ښار له سیلاب ځپلو سره نغدي او خوراکي توکو مرستې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د حبیب ګلزار شرکت په همکارۍ، د پروان ولایت مرکز چاریکار ښار کې د وروستي سیلاب له امله زیانمنو کورنیو له جملې 550 کورنیو سره د غذایي توکو او نغدي کمک وکړ. د مرستو دغو کڅوړو کې (د هر شهید کورنۍ ته 18000 افغانۍ او ټپي لپاره 6000 افغانۍ نغدې پیسې او همدا راز اوړه، وریجې، غوړي او معدني اوبه) شامل دي.

د دغو مرستو توزیع د اتاق مدیره پلاوي محترمو غړو خانجان ‏‏"الکوزي"، شرین آغا "سخي" او ذکریا "بریالي"، د پروان والي، ولایتي شورا رئیس، د حبیب ګلزار شرکت استازي او د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مسوول په حضور کې ترسره شوه.

په دې موخه د چاریکار ښار په "حریه جلالي" ښوونځي کې جوړ شوي کنفرانس کې، د پروان ولایت والي ښاغلي فضل الدین عیار د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مرستو مننه وکړه او چاریکار ښار زیانمن شوو کورنیو سره د پروان ولایت سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مخکېنیو مرستو د یادولو ترڅنګ یې دغه برخه کې د خصوصي سکتور ونډه ډېره مهمه وبلله.

ښاغلي خانجان ‏‏"الکوزي" د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په استازیتوب، پروان چاریکار ښار کې سیلاب له قربانیانو او زیانمنو سره تسلیت او خواخوږي وښودله او د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې له زیانمن شوو کورنیو له غړو سره د اتاق مرستو رسولو له هڅو یې یادونه وکړه او د حبیب ګلزار شرکت د کمک د قدردانۍ ترڅنګت یې، له نورو سوداګرو او پانګه وال وغوښتل ترڅو، په ټول هېواد کې له سیلابونو له امله زیانمنو په خاص توګه د پروان چاریکار ښار کې د سیلاب له امله زیانمنو سره مساعدت او مرستې دریغ نه کړي.

ښاغلي ذکریا "بریالي" وویل، د پروان ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره یو ځای، هڅې کوي چې  له ټول هېواد څخه د هغه ولایت زیانمنو شوو کورنیو لپاره د سوداګرو او پانګه والو، خیره بنسټونو او موسسو مرستې را جلب کړي.

چهارشنبه، د وږې 26 مه 1399 ‏