د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د بلخ ولایت سوداګریزو او امنیتي ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه کاري سفر وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داود یوسفزي، د اتاق د دولت سره د اړیکو شعبې آمر ښاغلي علي مؤحدي، د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرۍ او صنعت وزارت سوداګریز سلاکار ښاغلي معراج الدین پرهیز، د ملي دفاع وزارت او کورنیو چارو وزارت معینانو او د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال د چهار شنبه په ورځ بلخ ولایت ته د سفر په ترڅ کې، د بلخ، فاریاب او جوزجان ولایتونو سوداګرو، پانګه اچوونکو او صنعتکارانو په شتو ستونزو خبرې اترې وکړې.
 
د دافغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي مزارشريف ته د خپل سفر په پيل کې له يو شمېر سوداګرو، پانګوالو، صنعتکارانو، معدنکارانو، د چرګانو د اتحاديې له استازو، د بلخ ولايت د ترانسپورت اتحاديې له استازو او د بلخ، فاریاب، جوزجان او اندخوی ولسوالیو اتاقونو له رئیسانو سره لیدنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د دغه پلاوي د سفر موخه بیان کړه، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ور څخه غوښتنه وکړه، چې بلخ ولایت ته د ټولو سوداګرو، پانګوالو، صنعتکارانو، کانونو، صنایعو، کسبګرو، د صنعت او کانونو اتاقونو، د لازمې همکارۍ او همغږۍ سره د لوړو پوړو دولتي چارواکو امنیتي موخو ته د رسیدو په برخه کې ورسره ګام په ګام یو ځای لاړ شي.
 
سوداګرو، د ښاغلي مهمند په غوښتنه په لومړي سر کې یوازې د خپلې سیمې امنیتي ستونزې د لوړ پوړي دولتي پلاوي په حضور کې مطرح کړې او نورې ستونزې یې په لیکلي ډول غړو ته مطرح کړې.
دغه پلاوی د پنجشنبې په ورځ د مرغومي په ۱۶مه د حیرتان بندر په لور روان شو، څو د پانګوالو شرکتونو د ترسره شویو پانګونو او همدا راز په ګمرک کې د شرکتونو د ستونزو د حل په موخه ګړندي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي مهمند په داسی حال کې چې نور سوداګرو هم ورسره مله ول، د حيرتان ګمرک له رئیس سره په کتنه کې د خپل سفر موخه بیان کړه. ورپسې سوداګرو د اوسني وضعیت او د فساد د له منځه وړلو په برخه کې د خوښۍ په څرګندولو سره په ګمرک کې شته ستونزې هم مطرح کړې او ښاغلي مهمند ته یې د حل لارې چارې وړاندې کړې او د ګمرک رئیس د ټولو ستونزو د هواري ژمنه وکړه.
 
ورپسې راغلي پلاوي له معززو سوداګرو سره یو ځای د حیرتان په بندر کې د جوړو شویو شرکتونو له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه. د احمديار د نفتو او ګازو تاسيسات، د يوني ګروپ، د نفتو د تصفيې تاسيسات او د غضنفر ګروپ زيرمې، د آمو حيرتان د نفتو د تصفيې تاسيسات، د ضيايي ګروپ ذخيرې، د موفيد ګروپ د نفتو او غلو د تصفيې فابريکه، د چرګانو د غلو او د داود کریم پرواز پي وي سي، او همدارنګه د قاسمي د کرنې او باغدارۍ پروژې څخه د لیدنې په ترڅ کې د شرکت استازو خپلې یو شمېر ستونزې له راغلي پلاوي سره شریکې کړې.
 
د ښاغلي مهمند، په حضور کې د کام ایر هوايي شرکت د بشري مرستو د ویش پروګرام چې یوه بوجۍ اوړه او یوه کڅوړه لوبیا په کې شامله وه، اړمنو کسانو ته وویشل شوه.
د اسلامي امارت د کابینې د ۴مې پریکړې چې د ۱۲/۷/۱۴۰۰ نېټې ترسره شوه، له مخې د ملي دفاع وزارت معین ښاغلي ملا فاضل آخند تر څارنې لاندی یو پلاوی چې د کورنیو چارو وزارت د معین او د ملي امنیت د لوی ریاست مرستیال پکی شامل وه، د هېوادوالو د لا ښه امنیت د تامین او د هېواد د امنیتي ستونزو د حل په موخه دوی د پنجشنبې په ورځ بلخ ولایت ته سفر وکړ.
 
په دې باصلاحیته پلاوي کې په لومړي ګام کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د بلخ، فاریاب، جوزجان او اندخوی ولسوالیو سوداګرو، پانګوالو، صنعتکارانو، کانونو، صنایعو، کسبګرو، د صنعت او کانونو اتاقونو رئیسان د ولایت په ملمستون کې سره راټول شول.
 
ښاغلي مهمند هېوادوالو ته د خدمت او ملي ګټو ته د ژمنتیا په برخه کې، د سوداګرو د تیارۍ خبر ورکړ او زیاته يي کړه چې سوداګر د ټولنې بنسټ جوړوي په داسی ډول چې دوی د حکومت ته د خپلو محصولاتو د ماليي په ورکولو او د لومړنیو موادو په واردولو سره خپله انساني دنده سرته رسوي. سربیره پردی، د بشردوستانه مرستو په وړاندی کولو سره، د اقتصادي ستونزو مخنیوي کوي.
په دې غونډه کې د کرنې او صنعت د ودې په موخه د امو سیند څخه شمال ته د اوبو د انتقال او د سرپل ولایت له اشقري سیمې څخه د نفتو د استخراج لپاره د یوه جامع مشترک شرکت د جوړولو په اړه د سوداګرو وړاندیزونه مطرح شول.
 
ورپسې د استخباراتو د عمومي ریاست مرستیال ښاغلي مولوي نجیب الله په لنډه وینا کې له سوداګرو او خصوصي متشبثینو وغوښتل چې خپلې امنیتي ستونزې ورته بیان کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت له دندو څخه ده چې، سوداګرو او پانګوالو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.
ښاغلي مولوي محمد فاضل مظلوم د تاوتریخوالي څخه د پاکې او با امنه ټولنې د جوړولو لپاره د اسلامي امارت د ژمنې یادونه وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت هیڅ غړی د زور او جبر حق نه لري.