د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستيال د وطني غاليو نندارتون کې ګډون او وینا وکړه

د‌ افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مديره پلاوي لومړي مرستيال ښاغلي محمد يونس مهمند د لاسي صنايعو او په لاس اوبدل شويو غاليو نندارتون، چې د نوي هجري لمریز کال د پېل په مناسبت جوړ شوي نندارتون پرانستې مراسمو کې، چې د افغانستان اسلامي امارت د وياند مرستيال ښاغلي انعام الله سمنګاني، د افغانستان لپاره د ترکيي سفیر ښاغلي جیهاد ارګنای، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو رييس ښاغلي سيد محسن سادات د صنايعو او کانونو خونې مشر، د غاليو د اتحاديې مشر نوراحمد نوري، ګڼ شمیر صنعتکارانو او سوداګرو هم پکې حضور درلود ګډون او وینا وکړه.
 
ښاغلي مهمند په وروستیو څو مياشتو کې د افغانستان د صادراتو ګراف لوړيدو، هوايي دهليزونو بيا فعاليت له امله د اسلامي امارت له مسوولينو څخه د مننې ترڅنګ، د ګاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره په سوداګرۍ او ټرانزيټ برخو کې شته ستونزو، د سوداګرو او پانګوالو لپاره د ويزو صدور ستونزو يادونه وکړه.
 
نوموړي وويل، سوداګرۍ او پانګونې اتاق هميش د اسلامي امارت مسوولينو سره د خصوصي سکتور شته ستونزې شريکې، چې له نېکمرغه تر ډېره بريده ستونزې راکمې شوي، په ګمرکونو او عايداتي ادارو کې اداري فساد لمنځه وړل شوی، د پانګوالو او تجارانو امنيت تآمين شوی دی.
 
په دغه نندارتون کې د اسلامي امارت د وياند مرستيال ښاغلي انعام الله سمنګاني او د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازي د افغانستان اقتصاد او کارمندنې برخو کې د خصوصي سکتور هڅې او مبارزې د قدر وړ وبللې او ډاډ يې ورکړ، چې د حکومت رهبري د صنعت کارانو او سوداګرو لاسنيوي او ملاتړ ته ژمن ده.
 
د يادونې وړ ده چې په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان د قالينو صادرات ۳۰۹،۴۶۷ متر مربع وو، چې ارزښت يې له يوولس ميليونو ډالرو لوړ وو خو، په ۱۴۰۰ کال کې دغه مقدار کې د پام وړ لوړوالی راغلی. د صادر شویو قالينو کچه څه د پاسه يو ميليون متر مربع او مالي ارزښت يې شاوخوا ۳۵ ميليونه ډالرو ته رسيدلی دی.
 
دغه راز په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان د صادراتو ټوليز مقدار ۷۲۹ ميليونه ډالره وو، چې په ۱۴۰۰ کال کې يو ميليارد او ۹۶ ميليونه ډالرو ته پورته شو.