د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ودانیزو شرکتونو له استازیو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب او د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان د ودانیزو شرکتونو له استازیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شته ستونزو او په پخواني حکومت کې د پروژو د تطبیق د پیسو نه ورکړې او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي عرب د ودانیزو شرکتونو استازو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د زیربنایي پروژو په تطبیق کې د دغو شرکتونو رول ارزښتناک وباله او له هغوی یې وغوښتل چې د لویو او منځنیو پروژو د پیل او تطبیق برخه کې خپل ظرفیتونه لوړ کړي.

د ودانیزو شرکتونو استازو د خپلو ستونزو په ځانګړي ډول په بانکونو کې د دوی د پیسو کنګل کیدل، د دولت او بهرنیو بنسټونو له خوا د دوی د پیسو نه ورکول، ودانیزو شرکتونو ته د حکومت نه پاملرنه، د مالیاتو د اسنادو نه څیړل، د دوی نیمګړو پروژو ته د دوی نه لاسرسي، بشپړو شویو پروژو پیسو ته نه لاسرسي، د مالیاتي انوایسونو نه څیړنې او یو شمېر نورو ستونزو یادونه وکړه او د اتاق له مشرتابه یې وغوښتل چې د اړوندو ادارو په همکارۍ د دوی ستونزې هوارې کړي.

ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل: د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد د خصوصي سکتور د ټولو غړیو ګډ کور دی او اتاق تل هڅه کوي چې سوداګرو او پانګوالو ته بهتر خدمات وړاندی کړي.

ښاغلي برهان په راتلونکي کې له اړوندو دولتي ادارو په ځانګړې توګه د ماليې وزارت سره د ګډې ناستې په ترسره کولو او د ودانیزو شرکتونو ستونزو په حل ټینګار وکړ او په یادو مواردو کې یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

سه شنبه، غويي ۱۹مه، ۱۴۰۲