په کندهار ولایت کې د درملو او غذايي موادو د کیفیت لابراتوار پرانیستل شو

د درملو او غذايي موادو د کیفیت لابراتوار چې په کندهار ولایت کې جوړ شوی وه، د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي عبدالسلام حنفي او د کابینې وزیرانو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د غذايي موادو رئیس ښاغلي عبدالباري عمر، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د کندهار سیمه ایزو او لوړ پوړو حکومتي چارواکو او د هېواد یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په حضور کې افتتاح او په فعالیت يې پیل وکړ.

ښاغلي عبدالسلام حنفي په کندهار ولایت کې د درملو او غذايي موادو د کیفیت لابراتوار د جوړیدلو هرکلي کولو ترڅنګ، هېواد ته د باکیفیته درملو، غذايي موادو او کرنیزو توکو په واردولو ټینګار وکړ او د غذايي موادو او درملو د کیفیت کنټرول برخه کې يې د یاد لابراتوار جوړیدل یو نیک ګام وباله.

ښاغلي مهمند هېواد ته د باکیفیته درملو، غذايي موادو او کرنیزو توکو داخلیدو برخه کې د اوسني حکومت هلې ځلې او همکارۍ وستایلې او هیله يې څرګنده کړه چې ورته لابراتوارونه د هېواد په هغو سترو ولایتونو کې چې له بندرونو یې واردات ترسره کیږي، جوړ شي څو هېواد ته د بی کیفیته موادو د داخلیدو مخنیوی وشي.

ښاغلي مهمند زیاته کړه "د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تل د هېواد په بندرونو کې د مجهزو لابراتوارونو په جوړولو او هېواد ته د بی کیفیته خوراکي توکو د داخلیدو په مخنیوي ټینګار کړی دی."

ښاغلي مهمند د حکومتي چارواکو څخه وغوښتل چې هېواد ته د قاچاق او غیر قانوني لارې د بی کیفیته درملو او خوراکي توکو داخلیدلو مخنیوی وکړي څو له یوې خوا د هېوادوالو سلامتۍ او روغتیا ته زیان ونه رسیږي او له بلې خوا د هېواد قانوني سوداګري زیانمنه نه شي.

جمعه، غويي ۱۵مه، ۱۴۰۲