د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس د صنعت او کانونو اوونۍ د نندارتون لیدنې پر مهال د افغانستان د صنعت او کانونو خونې له رئیس سره هم لیدلي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د خونې مرستیالانو په ملتیا په کابل کې د صنعت او کانونو اوونۍ د نړیوال نندارتون لیدنه وکړه.
 
د په نندارتون کې د بېلابېلو غرفو لیدنې پر مهال د افغانستان د صنعت او کانونو خونې رئیس ښاغلي الحاج احمد نبي‌زاده د ښاغلي هاشمي او ورسره پلاوي ملتیا وکړه. دواړو لورو د نندارتون په څنډه کې د صنعتکارانو او پانګه‌والو ترمنځ د پیاوړو اړیکو او ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې او د نظرونو تبادله هم وکړه.
ښاغلي هاشمي د دغه ډول نندارتونونو جوړول د کورني صنعت د ودې، اقتصادي پراختیا، د پانګونې جلب او د کورنيو تولیداتو د معرفۍ لپاره مهم وبلل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او د افغانستان د صنعت او کانونو خونې ترمنځ یې د همکاريو پر لا زیاتولو ټینګار وکړ.
همداراز د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي سید کریم هاشمي د نندارتون د تنظیم او مدیریت په برخه کې د افغانستان د صنعت او کانونو خونې هڅې وستایلې او د دې خونې د مشرتابه فعالیتونو مننه يې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د پانګونې مرستیال ښاغلي الحاج ارین زلګي عظیمي، د پالیسۍ او له حکومت سره د اړیکو مرستیال ښاغلي الحاج میراجان سلیمان‌خېل، د ولایتي چارو مرستیال ښاغلي الحاج فیض احمد خوافي او د کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ملاتړ مرستیال ښاغلي الحاج عبدالنافع بارکزي هم د عمومي رئیس ترڅنګ د نندارتون د بېلابېلو غرفو لیدنه وکړه.
 
سه شنبه، د چنګاښ ۱6مه، ۱۴۰۵