د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له مرستیال سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له مرستیال ښاغلي میدیربیک تومانوف سره لیدنه او خبرې وکړې.
 
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې لوړولو لپاره د نوو فرصتونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وکړه او د ګډو همکاریو لپاره یې د ظرفیت لرونکو سکټورونو پر پېژندنې ټینګار وکړ. همدارنګه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا، سوداګریزو اسانتیاوو پر رامنځته کولو، د توکو د لېږد او ټرانزیټ، د سوداګریزو ویزو د اسانتیا او د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې د شته خنډونو پر لرې کولو هم خبرې وشوې.
ښاغلي هاشمي د افغانستان او قرغيزستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان د خپل سټراټیژیک موقعیت له امله کولای شي د منځنۍ او سویلي اسیا د بازارونو په نښلولو کې مهم رول ولوبوي. نوموړي همدارنګه د سوداګرۍ، پانګونې، کرنې، صنعت او ګډو اقتصادي پروژو په تطبيق کې د همکاریو پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د قرغیزستان د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت مرستیال ښاغلي میدیربیک تومانوف هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا هرکلی وکړ او سوداګرو او پانګوالو لپاره یې د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالي او اړینو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د خپل وزارت له اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د لیدنې په پای کې دواړو لورو د خبرو پر دوام، د اقتصادي او سوداګریزو بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره د عملي ګامونو پر پورته کولو ټینګار وکړ. دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا او د راتلونکو همکاریو لپاره د مناسبو فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د دواړو لورو د قوي ارادې څرګندونه کوي.
 
دوشنبه، چنگاښ اتمه، ۱۴۰۵