د چین د تولیدي او صنعتي ماشین‌الاتو په نړیوال نندارتون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشرتابه پلاوي ګډون وکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي ښاغلي الحاج عبدالله رحیمي د هېواد د سوداګرو ۲۱ کسیز پلاوي په مشرۍ د چین په چنګدو ښار کې د تولیدي او صنعتي ماشین‌الاتو په نړیوال نندارتون کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي رحیمي او مل پلاوي یې د نندارتون د بېلابېلو غرفو لیدنه وکړه او د ماشین‌الاتو له تولیدونکو او نندارچیانو سره یې د افغانستان د اړتیا وړ ماشین‌الاتو، د هغو د لېږد او د همکارۍ د فرصتونو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
دغه راز نوموړي او ورسره مل پلاوي د ماشین‌الاتو د تولید ځينو فابریکو لیدنه هم وکړه او افغان سوداګر یې وهڅول، څو د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره اړین او معیاري ماشین‌آلات وپېري.
ښاغلي رحیمي همدارنګه د هغو چينايي شرکتونو له مسؤلینو سره، چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا لري، لیدنې وکړې او هغوی یې په اړوندو صنعتي برخو کې پانګونې ته وهڅول.
د یادونې وړ ده، چې افغان سوداګرو د تولیدي ماشین‌الاتو د پېرلو په برخه کې د څه باندې ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت شپږ سوداګریز هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کړل.
 
یکشنبه، چنګاښ اومه، ۱۴۰۵