د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس ښاغلي الحاج سید کریم هاشمي د قرغیزستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له رئیس ښاغلي دیمیر سریف سره لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د کچې لوړولو پر لارو چارو بحث او د نظرونو تبادله وکړه. دواړو خواوو د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا، د شته ظرفیتونو او بالقوه سکټورونو د پېژندنې او اغېزناکې ګټې اخیستنې، د ګډو همکاریو د پیاوړتیا او د سوداګرو او پانګوالو د پلاوو تګ راتګ پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
همدارنګه دواړو لورو د افغانستان او قرغيزستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ نږدې همکارۍ د سوداګریزو اړیکو د اسانتیا، د ګډو اقتصادي همکاریو د پراختیا او د افغان او قرغیز سوداګرو او پانګوالو لپاره د نوو فرصتونو د رامنځته کولو لپاره اړینې وبللې.
په دې مهمه ناسته کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مرستیالانو ښاغلي میراجان سلیمانخېل، ښاغلي فیض احمد خوافي او ښاغلي عنایتالله صدیقزي او همدارنګه د مدیره پلاوي غړو ښاغلي نجابت حیدري او ښاغلي سخي احمد نورزاد هم ګډون درلود.