د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د خوندیتوب او روغتیا او کارګر نړیوالې ورځې نمانځغونډه کې ګډون وکړ

د کار نړیوال سازمان (ILO) په کاري چاپیریال کې د خوندیتوب او روغتیا او د کارګر نړیواله ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله. په دی نمانځغونډه کې د کار نړیوال سازمان مسؤلینو، د کار او ټولنیزو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئيس ګډون درلود.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک د خوندیتوب او روغتیا او کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت مبارکي وویله او د یادو ورځو د ارزښت په اړه يي وویل "په کاري چاپیریال کې د روغتیا او خوندیتوب ډاډمنول د کار نړیوال سازمان له بنسټیزو او ستراتیژیکو اصولو څخه یو اصل دی او دی ډول غونډو کې ګډون کول د علم او تجربې شریکولو، د ارتباطي شبکو جوړولو او په کاري چاپیریال کې د خوندیتوب او روغتیا اړوند مسایلو تحلیلولو لپاره یو ښه فرصت دی."
سربیره پردی، ښاغلي هوتک په کاري چاپیریال کې د خوندیتوب او روغتیا فرهنګ ترویجولو باندی ټینګار وکړ.

د اتاق عامل پلاوي سرپرست، کوچنیو تشبثاتو ته د لازمو سلا مشورو ورکولو، په کاري چاپیریال کې د روغتیا او خوندیتوب روزنیزو پراګرامونو په لاره اچولو او د کسب او کار پراختیا په موخه د بیخبنسټونو جوړولو په اړه د اتاق د لاس لاندی پروګرامونو په اړه معلومات وړاندی او د کارګرو اتحاديې او کار نړیوال سازمان د کلیدي شریک او کار ګمارونکي په توګه يې په کاري چاپیریال کې د روغتیا او خوندیتوب فرهنګ ترویجولو ډاډ ورکړ.

دوشنبه، غويي ۱۱مه، ۱۴۰۲