د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د افغانستان لپاره د جاپان سفارت سرپرست سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف الدین، سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د افغانستان لپاره د جاپان سفارت سرپرست ښاغلي تاکاشي اوکادا سره لیدنه ترسره او د سوداګرۍ پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډو پانګونو او افغان سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي محمد صدیق مهمند کندهار ولایت او په ځانګړې توګه د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق ته د ښاغلي تاکاشي اوکادا او ورسره پلاوي راتګ نیک ګام وباله او د سوداګرۍ پراختیا او افغان سوداګرو ته د لازمو آسانتیاوو برابرولو برخه کې يې د جاپان سفارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند د جاپان سره د افغانستان د دوستانه، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو یادونه وکړه او افغان سوداګرو ته د ویزې صدور برخه کې يې د جاپان سفارت د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.

ښاغلي مهمند په افغانستان کې د ټولیز امنیت او سولې ټینګښت، په دولتي ادارو کې د اداري فساد له منځه تلل، د کوکنارو کښت نه شتون او بهرنیو سوداګرو ته شته آسانتیاوې په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او د افغانستان او جاپان ترمنځ يې د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د غښتلتیا او پراختیا غوښتنه وکړه.

ښاغلي تاکاشي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د کندهار اتاق مشرتابه پلاوي او په ناسته کې د موجودو ویناوالو له ویناوو اوریدو وروسته، افغان سوداګرو ته د ویزې صدور، افغانستان سره د سوداګریز بهیر ساده کولو او د سوداګرۍ پراختیا برخه کې د جاپان سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

دوشنبه، غويي ۱۱مه، ۱۴۰۲