د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د کندهار ولایت سنوفارما سهامي شرکت څخه لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند په داسی حال کې چې د سنوفارما سهامي شرکت رئیس ښاغلي احمد سعید صدیقي او د یاد شرکت ځینو مسؤلینو يې ملتیا کوله د سنوفارما سهامي شرکت له مختلفو برخو لیدنه وکړه.  

ښاغلي احمد سعید صدیقي ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست په ترڅ کې، د سنوفارما سهامي شرکت مختلفو برخو، مختلفو درملو تولید او د یاد شرکت د لاسته راوړنو په اړه مفصل معلومات وړاندی کړل.

ښاغلي مهمند د درملو تولید برخه کې د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند او سنوفارما سهامي شرکت رئیس هڅې وستایلې او په کور دننه د درملو په تولید يې ټینګار وکړ.
نوموړي د ورته سترو شرکتونو جوړول د کارموندې، بیوزلۍ کچې کمولو، کورنیو تولیداتو زیاتوالي او د هېواد اقتصادي رغښت برخه کې اړین وبلل او د ورته سترو شرکتونو سره يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.