د ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د افغاني خصوصي شرکت په واسطه د ګازو ټرانزیټ پیل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي رئیس ښاغلي محمد صدیق مهمند، د کندهار ولایت مقام استازي ښاغلي قاري عبدالسلام، د کندهار ګمرک رئیس ښاغلي مولوي عبدالشکور، ملي سوداګرو، د یاسر باسر نړیوال شرکت رئیس ښاغلي روزي خان او د بولدک ولسوالۍ د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسؤلینو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې، د یاسر باسر نړیوال شرکت په واسطه د ګازو ټرانزیټ لړۍ پرانیسته

ښاغلي مهمند سوداګري، ټرانزیټ او صنعت د هېواد د اقتصادي ودې او سوداګریزې پراختیا اصلي عوامل او افغانستان يې د پاکستان، منځنۍ آسیا او سیمې هېوادونو لپاره لنډه، خوندي، اقتصادي او ټرانزیټي لاره وبلله.
ښاغلي مهمند د ترکمنستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې د ګازو د ټرانزیټ برخه کې د اړوندو حکومتي ادارو هڅې او همکارۍ وستایلې او د ماليې او نورو اړوندو وزارتونو څخه يې غوښتنه وکړه چې د هېواد سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي څو اقتصادي ځان بسیاینې ته لار هواره شي.

ښاغلي مهمند زیاته کړه "د افغانستان د خصوصي سکتور په استازیتوب، موږ د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د دوستانه، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو غښتلتیا ته ژمن یو او د هېواد سوداګرو او پانګوالو څخه مو غوښتنه داده چې خپلو سوداګریزو او پانګه ایزو فعالیتونو ته لا وده او پراختیا ورکړي."

د یاسر باسر نړیوال شرکت رئیس ښاغلي روزي خان د دغه شرکت په واسطه، پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو ټرانزیټ برخه کې د کندهار سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي هڅې او همکارۍ وستایلې او زیاته يې کړه چې د پخوا په پرتله يې اوس په سوداګرۍ کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شوي دي.

ښاغلي قاري عبدالسلام وویل "د کندهار ولایت مقام د هېواد اقتصادي ودې او سوداګریزې پراختیا ته ژمن دی او په دی برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې او همکارۍ نه سپموي."

همدارنګه، ښاغلي مولوي عبدالشکور د اسلام مقدس دین له نظره د سوداګرۍ او کاروبار په اړه تفصیلي معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، د سوداګرۍ پراختیا، اقتصادي ودې او صنعت پراختیا برخه کې د لازمو همکاریو ډاډ ورکړ.

یکشنبه، غويي ۱۰مه، ۱۴۰۲