د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان درملو اتحاديې مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي هم حضور درلود، د افغانستان د درملو اتحاديې له رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ او یو شمیر درملو واردوونګو سوداګرو سره لیدنه ترسره او د عامې روغتیا درملو طرزالعمل په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي اسدالله کاکړ د درملو طرزالعمل چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ترتیب شوی عادلانه ونه باله او ویې ویل "د عامې روغتیا وزارت د هېواد د درملو له سکتور سره له همغږۍ پرته طرزالعمل رامنځته کړی چې د درملو هیڅ واردوونکي ته د منلو وړ نه دی او دا کړنلاره باید تعدیل شي، ترڅو په هیواد کې د درملو برخه کې فساد او قاچاق لپاره زمینه برابره نه شي.

نوموړي د اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دوی ستونزې له اړوندو دولتي چارواکو سره شریکې او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.

ښاغلي مهمند د افغانستان د درملو اتحاديې مسؤلینو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د درملو د خدمتونو د معیاري کولو په برخه کې د دوی هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې اتاق به د دوی د ستونزو حل برخه کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.  

ښاغلي شیرین اغا سخي او خانجان الکوزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هیواد د ټولو سوداګرو او پانګوالو ګډ کور وباله او له ټولو هغو سوداګرو څخه چې په هیواد کې درمل تولیدوي او یا يې واردوي، وغوښتل چې د هیواد د درملو سکتور د معیاري کولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

یکشنبه، غويي ۲۴مه، ۱۴۰۲