د کابل نړیوال نندارتون جوړ شو

د کابل نړیوال نندارتون د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر، د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ښاغلي مولوي عبدالکبیر، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ښاغلي مولوي شهاب الدین دلاور، د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست ښاغلي مولوي عطاءالله عمري، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي خدماتي مرستیال ښاغلي نصیر احمد عرب، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي، د اتاق د څارنې پلاوي منشي ښاغلي عبدالمتین قلندري، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق سرپرست ښاغلي احمد شاه حکیمي، د سیمې او نړۍ هېوادونو ډیپلوماټانو، د هېواد سوداګرو، صنعت کارانو، تولیدي شرکتونو او د کورنیو او بهرنیو رسنیو استازو په حضور کې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.   

ښاغلي مهمند د هېواد لوړپوړو چارواکو، سوداګرو او صنعت کارانو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو او بازارموندنې په برخه کې د دغه ډول ستر نندارتون د جوړېدو هرکلی وکړ او د یاد نندراتون يې د هېواد د اقتصادي سوکالۍ او پرمختګ په لور یو مثبت ګام وباله.
د اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستيال له هېواد څخه د ټرانزيټي کارګو د زياتوالي په باب معلومات وړاندې کړل او افغانستان يې د خپل ځانګړي جغرافيايي موقعيت له امله يو له ستراتيژيکو هېوادونو څخه وباله او د افغانستان په سيمه ييزې ټرانزيټي څلور لارې بدلولو يې ټينګار وکړ.

ښاغلي مهمند د هېواد له ټولو کورنیو سوداګرو وغوښتل چې د زیربنایي پروژو په تطبیق کې په ګډه کار وکړي او د هېواد د ودې او پرمختګ په لاره کې خپل دیني او وجداني مسؤلیت ادا کړي. نوموړي د حکومت له اقتصادي مرستيال څخه وغوښتل، چې د کورني صنعت د ودې او د بهرنۍ سوداګرۍ د بهير د ګړندي کولو په موخه د سوداګرو او صنعت کارانو په ګډون يوه ګډه کمېټه جوړه کړي.

ښاغلي ملا عبدالغني برادر د دغه شان ستر نندارتون د جوړیدو څخه د مننې ترڅنګ، کورنی صنعت د هېواد اقتصادي ودې او پرمختګ لپاره اړین وباله او د هیواد له ټولو سوداګرو او پانګوالو څخه یې مننه وکړه، چې د سوداګریزو خدمتونو د وړاندې کولو او د کورنیو تولیداتو زیاتوالي په برخه کې یې شپه او ورځ هلې ځلې کړي دي.

ښاغلي برادر په نږدې راتلونکي کې د هېواد د ټولو صنعت کارانو او تولیدونکو لپاره د برښنا انرژۍ د برابرولو خبردار ورکړ او د سوداګرۍ او پانګونې د بهیر په چټکتیا او د هېواد د زیربنایي پروژو په ګډ تطبیق یې ټینګار وکړ.

ښاغلي شهاب الدین دلاور د هیواد د کانونو د استخراج، په کندهار او هرات ولایتونو کې د سمنټو د فابریکو د جوړولو، د کانونو د استخراج په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او د کوچنیو کانونو د قراردادونو په برخه کې کورنیو پانګوالو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه خبرې وکړې او د هیواد له سوداګرو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې لاس په کار شي او د هیواد په اقتصادي وده او پرمختګ کې خپل رول ولوبوي.

پنجشنبه، غويي ۲۱مه، ۱۴۰۲