د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د ترکيې په سفارت کې، د یاد هېواد د وروستۍ زلزله ځپلو سره خواخوږي څرګنده کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي د دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ذکریا بریالي او ضیاءالدین اچکزي، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او یو شمیر سوداګرو يې ملتیا کوله د افغانستان لپاره د ترکيې سفارت ته ولاړ او د ترکيې هېواد د وروستۍ زلزلې وفات شویو ته د دعا کولو ترڅنګ، د یادې ناوړه او زړه بوګنونکې پیښې ټپیانو او د وفات شویو وارثانو ته يې د خپلې غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب وړاندی کړل.

ښاغلي مهمند په افغانستان کې په سختو حالاتو او طبیعي پېښو کې د ترکیې د حکومت او خلکو د پرله پسې بشري مرستو یادونه وکړه او په ترکیه کې یې وروستۍ زلزله یو ستر ناورین وباله.
ښاغلي مهمند د هېواد د خصوصي سکټور له خوا د ترکيې له زیانمنو سره بشردوستانه مرستې په ځانګړې توګه د هرات ولایتي اتاق نقدي کڅوړه او په ترکیه کې میشت افغان سوداګرو مرستې وستایلې.  

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي غړیو په همدی مناسبت د ترکيې له زلزله ځپلو سره خپله خواخوږي او غمشریکي د یاد هېواد د سفارت په تعزیت کتاب کې ثبت کړه.