د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د اور وژنې او طبیعي پیښو ته د رسیدګۍ له عمومي رئیس لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د اور وژنې او طبیعي پیښو ته د رسیدګۍ له عمومي رئیس ښاغلي حافظ نورالله انصار سره د لیدنې په ترڅ کې، د خصوصي سکتور سره د یادې ادارې له بی سارو همکاریو ستاینه وکړه.

په دې لیدنه کې ښاغلي مهمند د وروستۍ پېښې په ګډون په سوداګریزو سیمو کې د اورلګېدنې پر مهال د پېښو او اور وژنې د مخنیوي په برخه کې د اور وژني د  عمومي ریاست له ښې همکارۍ او دبدخشان ولايت د ياوان ولسوالۍ د سرو زرو په کان کې د راګیر شویو دریو کارکوونکو ژوند ژغورلو له امله مننه وکړه او د پيښو او اور وژنې په برخه کې يې د خصوصي سکتور او اور وژنې عمومي رياست ترمنځ په لا زياتو همکاريو ټينګار وکړ.

ښاغلي انصار ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو په ترڅ کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د پیښو او اور وژنې د ادارې عمومي ریاست سره په سوداګریزو سیمو کې د اورلګیدنې او ناڅاپه پیښو د مخنیوي په برخه کې همکاري مهمه وبلله. او د افغانستان له خصوصي سکټور سره يې د دغه رياست د لا زياتو همکاريو ډاډ ورکړ.