د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ طرح تطبیق په اړه په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي عصمت الله وردګ د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د کرنې او کسبګرو اتاقونو استازیو او د هېواد له یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ لپاره د یوې جامع طرحې جوړولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.

ښاغلي نورالدین عزیزي د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو څخه ګټه اخیستنه د حکومت د پالیسۍ په توګه ونوموله او د ټولو پانګه اچوونکو، سودګرو او صنعتکارانو يې وغوښتل چې د هېواد د کورنیو تولیداتو د کیفیت په لوړولو کې لازم ګامونه پورته کړي.

ښاغلي شیرین آغا سخي د کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ او د سوداګرۍ او پانګونې بهیر په چټکتیا کې د سوداګرۍ او صنعت وزیر د اغیزمنو کړنو ستایلو ترڅنګ، د کورنیو تولیداتو د کیفیت لوړول او د بیخبنسټونو جوړول يې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ اصلي شاخصونه وبلل.

ښاغلي عطايي د کورنیو تولیداتو د ملاتړ د طرح په تړاو، څلور اړین وړاندیزونه چې عبارت دي له: په ټولو دولتي تدارکاتي قراردادونو کې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول، په مصرف کوونکو کې د کورنیو تولیداتو د کارولو فرهنګ دودولو په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونو په لاره اچول، د کورنیو تولیداتو کمیت او کیفیت ته پاملرنه او د هغو شرکتونو ستاینه کول چې کورني کیفیت لرونکي محصولات تولیدوي وکړل.

ښاغلي عصمت الله وردګ له کورنیو تولیداتو څخه د ملاتړ په برخه کې د دولت او د هېوادوالو ملاتړ بنسټیز عناصر وګڼل او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په برخه کې یې د حکومت د وروستۍ پرېکړې ستاینه وکړه.