د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي په کابل کې د یوناما دفتر اقتصادي پروګرامونو مسؤلې سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي او عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک په ملتیا په کابل کې د یوناما دفتر اقتصادي پروګرامونو مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره لیدنه ترسره او په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ټرانزیټي ستونزو، د APPTA هوکړه لیک تمدید، د بانکي ستونزو او پیسو لیږد، د نیمګړو پروژو تطبیق، د سبسایډي ورکړې، هوايې دهلیزونو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په دی وروستیو کې د پاکستان د کراچۍ بندر کې د رامنځته شویو ټرانزیټي ستونزو په اړه د خبرو کولو ترڅنګ وویل: پاکستان د ټرانزیټ نړیوالو قوانیو خلاف په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو په سوداګریزو توکو انوایس وضع کړی او افغان سوداګر يې په اداینې مجبور کړي دي چې یاد چاره د دواړو هېوادونو د هوکړه لیکونو سره په تضاد کې واقع شوې ده.
ښاغلي مهمند په کراچۍ بندر کې د انوایسونو اړوند رامنځته شوې ستونزې د ژر تر ژره حل کیدو غوښتنه وکړه.
 
آغلې بوګاس د ښاغلي مهمند خبرو اوریدو وروسته، په کراچۍ بندر کې د رامنځته شویو ستونزو حل برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ کولو ژمنه وکړه او په هېواد کې يې د سوداګرۍ او پانګونې بهیر په ګړندیتوب، د زیربناوو په جوړولو، د سبسایدي له لارې د سوداګرو په ملاتړ، د نیمګړو پروژو په بشپړولو، بانکي ستونزو حل او د پیسو لیږد ستونزې په حل ټینګار وکړ.