په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو ټرانزیټي ستونزو په تړاو اتاق مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ

په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو انوایسي ستونزو حل په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مطبوعاتي کنفرانس د اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړي او د افغان – پاک ګډ اتاق رئیس ښاغلي خان جان الکوزي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي احمد شاه حکیمي او د هېواد ډیر شمیر سوداګرو په ګډون د اتاق کنفرانسونو تالار کې ترسره شو.
 
ښاغلي مهمند د کنفرانس ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ تمایل مثبت او نورمال وباله او د افغانستان خلکو ته یې د سوداګرۍ د وضعیت د ښه والي ډاډ ورکړ.
ښاغلي مهمند په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: افغانستان له مرکزي آسیا سره د جنوبي اسیا د نښلولو نقطې په توګه د ترانزیت له پلوه ډېر مهم دی، خو له بده مرغه، پاکستان د ترانزیټ په برخه کې د اصولو او نړیوالو قوانینو خلاف، د هیواد په وارداتي توکو باندې د کراچي په بندر کې انوایس وضع کړی او سوداګر یې مجبور کړي چې تادیه يې کړي چې دا د دواړو هیوادونو د ګډو هوکړه لیکونو سره په تضاد کې دی.
 
نوموړي په کراچۍ بندر کې د انوایسونو د را ولاړې شوې ستونزې حل غوښتنه وکړه.
ښاغلي خانجان الکوزي د ټرانزیټ، داخلي سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او هوکړه لیکونو په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړل او له پاکستانه یې وغوښتل چې د افغانستان د وارداتو پر وړاندې د نړیوالو ترانزیتي قوانینو سره سم چلند وکړي او د کراچي په بندر کې د هیواد سوداګرو لپاره د انوایسونو برخه کې رامنځته شویو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.
 
ښاغلي الکوزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دریځ په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه: که د پاکستان حکومت د دغه هېواد د سوداګرو پر وړاندې رامنځته شوې ستونزه هواره نه کړي، نو د افغانستان حکومت هم باید منځنۍ آسیا ته د پاکستان د صادراتو او ترانزیت په برخه کې ورته اقدام وکړي.
دغه مطبوعاتي کنفرانس د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي له لوري د خبریالانو پوښتنو ته له ځوابونو ورکولو وروسته پای ته ورسېد.