د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند قطر ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د افغان سوداګرو سره لیده کاته وکړل او په هېواد کې د پانګونې شته فرصتونو او سوداګرۍ پراختیا خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند وویل چې هېواد کې د ټولیز امنیت شتون، د اداري فساد او کوکنارو کښت نه شتون د پانګونې لپاره زمینه برابره کړې ده او په قطر کې له میشت افغان سوداګرو يې وغوښتل چې هېواد ته بیرته راستانه او په مختلفو سکتورونو کې پانګونه وکړي.
سربیره پردی، ښاغلي مهمند په قطر کې میشت افغان سوداګرو څخه وغوښتل چې په قطر کې د سوداګرو شورا جوړه کړي څو په یاد هېواد کې د سوداګرو له ګټو د ملاتړ کولو ترڅنګ، د دوی شته ستونزې حل کړي.
په قطر کې میشت افغان سوداګرو په یاده برخه کې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ او د اتاق له مشرتابه يې وغوښتل د افغانستان له حکومت سره د همغږۍ په ترسره کولو سره، سوداګرو ته د ویزو د صدور، ځمکې توزیع او ګمرکي تعرفو برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.
په قطر کې میشت افغان سوداګرو ژمنه وکړه چې که چیرې پورته یادو برخو کې لازمې آسانتیاوې رامنځته شي دوی تیار دي چې هېواد ته راستانه شي او د بیخبنسټونو، د کرنې میکانیزه کولو او نورو برخو کې پانګونه وکړي.
زېرمتون
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د قطر هېواد له ستر سوداګر سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په قطر کې د خپلو لیدنو په ترڅ کې، دا ځل د قطر هېواد یو له سترو سوداګرو ښاغلي یوسف احمد الکواري سره لیدنه وکړه او په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو او یو شمیر نورو مسایلو په اړه يې ورسره خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند ښاغلي الکواري ته د هېواد اقتصادي وضعیت تشریح کړ او ویې ویل: په افغانستان کې د نوي نظام په راتګ سره په ټولیزه توګه امنیت تامین شوی، په دولتي ادارو کې اداري فساد له منځه تللی او د کوکنارو کښت مخه نیول شوې ده.
نوموړي له ښاغلي الکواري څخه وغوښتل چې په افغانستان کې له شته فرصتونو څخه په استفادې سره د کانونو، نفتو او ګازو د استخراج، روغتیا سکتور، د انرژۍ په تولید او ساختماني سکتور کې پانګونه وکړي او په یادو برخو کې یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ښاغلي مهمند د روغتیا سکتور په ځانګړي ډول د سرطان ناروغۍ د درملنې په اړه خبرې وکړې او له ښاغلي الکواري څخه یې وغوښتل چې په خوست ولایت کې د سرطاني ناروغیو د معیاري روغتون په جوړولو کې د پام وړ رول ولوبوي.
ښاغلي الکواري ښاغلي مومند ته د ښه راغلاست په ترڅ کې ژمنه وکړه چې د خپل خیریه بنسټ له لارې به د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي او د کانونو په استخراج او نورو برخو کې پانګونې ته یې لېوالتیا څرګنده کړه. هغه ژمنه وکړه چې قطري سوداګر به وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په کابل ښار کې د (کار، تولید او تحصیل) عنوان لاندی نندارتون جوړ شو
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي په داسی حال کې چې د اتاق عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، لوړ پوړو دولتي چارواکو، سوداګرو او پانګوالو يې ملتیا کوله د "کار، تولید او تحصیل" عنوان لاندی نندارتون پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.
ښاغلي الکوزي د یاد نندارتون د په لاره اچوونکو څخه د مننې کولو ترڅنګ، یاد نندارتون د خدماتي سکتورونو او کورنیو تولیداتو په پیژندګلوۍ او د هېواد په اقتصادي رغښت کې اړین وباله او د هېواد د تولیدي صنایعو څخه يې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ملاتړ ډاډ ورکړ.
نوموړي په هېواد کې ټولیز امنیت او د اداري فساد نه شتون د پانګونې لپاره ښه فرصتونه وبلل او د خصوصي سکتور د ټولو غړیو څخه يې وغوښتل چې په هېواد کې د شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې سره پانګونه وکړي.
په یاد نندارتون کې ۱۲۰ تعلیمي ادارو او شرکتونو خپل محصولات او خدمات د تعلیم، لاسي صنایعو، موبل و فرنیچر، وچو او تازه میوو، قیمتي ډبرو او حکاکۍ برخه کې د دری ورځو لپاره نندارې ته کیښودل.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د قطر لپاره د افغانستان سرپرست سفیر سره ولیدل
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د قطر لپاره د افغانستان سفارت سرپرست ښاغلي محمد نعیم وردګ سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرۍ پراختیا او پانګونو جلب په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند د افغان سوداګرو او قطر ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او په دې برخه کې یې په قطر کې د افغانستان د سفارت همکاري مهمه وبلله.
نوموړي په قطر کې د افغانستان د سفارت له سرپرست څخه وغوښتل چې د قطر د بهرنیو چارو له وزارت سره په همغږۍ دې د افغان سوداګرو لپاره د ویزې د ورکړې اسانتیاوې رامنځته کړي، څو هغه سوداګر چې قطر ته د سوداګرۍ او تګ راتګ لېوالتیا لري وکولای شي دغه هېواد ته سفر وکړي او همدارنګه قطري سوداګر او پانګوال په افغانستان کې ګډې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي نعیم وردګ قطر ته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه سفر له دغه هېواد سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او د پانګونې د جلبولو لپاره مهم وباله.
نوموړي په قطر کې د افغاني محصولاتو د نندارتون جوړول مهم وبلل او په قطر کې یې د افغاني محصولاتو د نندارتونونو د تنظیم په برخه کې د دغه سفارت د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه. دغه راز په قطر کې د افغانستان د سفارت سرپرست د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د سوداګريزو پلاويو تبادله د سوداګرۍ او ګډو پانګونو د پراختيا لپاره اړینه وبلله.
په کابل ښار کې تحصیلي، تخنیکي او مسلکي نندارتون پرانستل شو
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د کرنې، لوړو زدکړو، اطلاعاتو او کلتور وزارتونو معیانانو، د چارو ادارې حقوقو څانګې رئیس او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو په انټر کانټیننټال هوټل کې د تحصلي، تخنیکي او مسلکي نندارتون پرانیست غونډه کې ګډون وکړ.
ښاغلي مهمند د پوهنې او لوړو زدکړو وزارتونو مشرتابه څخه د خصوصي تعلیمي او تحصیلي سکتورونو ملاتړ په پار مننه او ستاینه وکړه او د یاد نندارتون په لار اچول يې د علم او هنر مینه والو ته یو ښه زیری وباله.
نوموړي د هېواد په اقتصادي ودې او خدماتي سکتورونو لا ښې پیژندنې برخه کې د نندارتونونو په لاره اچول اړین وبلل او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هېواد خدماتي او تولیدي سکتورونو ملاتړ ته ژمن دی. سربیره پردی، ښاغلي مهمند د خصوصي سکتور له ټولو غړیو څخه غوښتنه وکړه چې د هېواد اقتصادي رغښت او خدماتي سکتورونو څخه د ملاتړ برخه کې خپلې هڅې ترسره او دوی په خپل منځ کې متفق او متحد واوسي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د قطر سوداګرۍ اتاق سرپرست سره لیدنه ترسره کړه
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د قطر سوداګرۍ اتاق له سرپرست ښاغلي محمد بین توار قواري سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
ښاغلي مهمند په تیرو ۹۰ کلونو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو چې د هغه لست څخه د نړۍ مختلفو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا، د هوکړه لیکونو لاسلیکولو او د ګډو سوداګریزو شورا ګانو رامنځته دي، په اړه معلومات وړاندی کړل.
ښاغلي مهمند د قطر هېواد سوداګرو او پانګوالو ته د افغانستان اقتصادي وضعیت او د پانګونې فرصتونو په اړه د معلوماتو وړاندی کولو ترڅنګ زیاته کړه " په افغانستان کې په ټولیزه توګه امنیت تامین شوی، په دولتي ادارو کې اداري فساد له منځه تللی او د کوکنارو کښت مخه نیول شوې ده."
نوموړي په ځانګړي ډول د قطر سوداګرۍ اتاق له سرپرست څخه وغوښتل چې افغانستان ته سفر وکړي او په افغانستان کې بهرنیو سوداګرو او پانګوالو ته د لازمو آسانتیاوو په نظر کې نیولو سره، د قطر هېواد سوداګرو او پانګوال په افغانستان کې د کانونو استخراج برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
ښاغلي مهمند د همکارۍ هوکړه لیکونو لاسلیک او د ګډ اتاق رامنځته کول د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره اړین وبلل او د قطر سوداګرۍ اتاق له مشرتابه يې وغوښتل چې افغان سوداګرو ته لازمې آسانتیاوې لکه د بانکي حسابونو جوړول او دوی سره د جواز صدور برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي محمد بین توار قواري ښاغلي مهمند ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، افغانستان ته د سفر بلنې په پار مننه وکړه او په افغانستان کې د پانګونې په موخه د قطر هېواد سوداګرو او پانګوالو هڅولو او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پراختیا برخه کې يې د خپلې هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.