د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک په داسی حال کې چې، د ماليې وزارت د عوایدو عمومي رئیس ښاغلي شیر محمد مشفق او د مرکزي زون د عوایدو رئیس ښاغلي انجنیر عبدالله يې ملتیا کوله د باغ قاضي منډوۍ د خوراکي توکو اتحاديې له رئیس عبدالغني او غړیو سره د لیدنې په ترڅ کې، د اصنافو د مالیاتو د تاديې پر څرنګوالي، د مالیاتو د محاسبې کړنلارې، د اصنافو د مالیاتو په تادیه کې د توازن رامنځته کولو او د مالیاتو په برخه کې د شته ستونزو لپاره د مناسبو حل لارو لټولو په اړه يې خبرې اترې وکړې.

ښاغلي محمد یونس مهمند په تېرو دوو کلونو کې د هېواد بازارونو ته د خامو موادو د برابرولو په برخه کې د خوراکي توکو د سوداګرو د هلو ځلو او فعالیتونو د قدردانۍ په ترڅ کې د خوراکي توکو سوداګرو له لوري د مالیې ورکړه یوه اسلامي او ملي دنده وګڼله او له هغوی یې وغوښتل چې په په دې برخه کې له اړوندو دولتي ادارو سره خپله هیڅ ډول همکاري ونه سپموي.
نوموړي د قوش تېپې کانال، د سالنګ تونل د بیارغونې او یو شمېر نورو لویو پروژو په ګډون د زیربنایي پروژو پلي کېدل، دولت ته د خلکو د مالیاتو د ورکړې پایله وبلله او د سوداګرو لخوا پر وخت د مالیاتو په ورکړه، د مالیاتو په برخه کې د لازم انډول او روڼتیا رامنځته کولو، د باغ قاضي د اصنافو د په مالیاتو باندی د بیا کتنې او د مالیې وزارت لخوا د مالیې په برخه کې د یو جامع او ځواب ویونکي میکانیزم په جوړولو ټینګار وکړ.

د باغ قاضي منډوۍ یو شمیر سوداګرو د مالیاتو برخه کې د لازم انډول نه شتون یوه ستره ننګونه وګڼله او د اتاق له مشرتابه او د عوایدو عمومي ریاست څخه يې وغوښتل چې د دوی د مالیاتو د تعرفو بیا کتنه وکړي.

ښاغلي شېرمحمد مشفق د يادې منډوۍ د سوداګرو د خبرو له اورېدو وروسته د ماليې د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو او د ماليې د محاسبې په برخه کې د عدالت د تامينولو په اړه ډاډ ورکړ او په دې برخه کې يې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
ښاغلي انجنیر عبدالله د اصنافو د ماليې اړوند نورمونو په اړه خبرې وکړې او زیاته يې کړه "د اصنافو د مالِي نورم په تیرو وختونو کې په عامه پلور باندې ۱.۵ سلنه ټاکل شوی و، خو د هیواد اوسنیو شرایطو ته په پام سره د دولت مشرتابه پریکړه وکړه چې د مالیې نورم له ۱.۵ څخه ۰.۵ سلنې ته راټیټ کړي ترڅو د هیواد اصناف وکولی شي په خپل وخت مالیه ورکړي.

د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه، چې د خوراکي توکو د اتحادیې څخه دې یو پلاوی وګمارل شي او د مرکزي زون د عوایدو له رئیس سره دې په ګډه کار وکړي تر څو شته ستونزې ته د حل یوه معقوله لاره بیامومي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې، د عامل پلاوي مالي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله، د افغانستان لپاره د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې آغلې دینای بوګاس سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو شته ستونزو او یوناما دفتر همکارۍ په اړه خبرې اترې وکړې.  

ښاغلي مومند په هېواد کې د ښو شرايطو د رامنځته کېدو په ځانګړي ډول د هېواد په کچه د امنيت د تامين، د کوکنارو د کښت نه شتون او په دولتي ادارو کې د اداري فساد د له منځه وړلو په اړه د يادونې په ترڅ کې اوسنی وضعيت په هېواد کې د پانګونې لپاره يو ښه فرصت وباله او د یوناما دفتر څخه يې د مالیاتي خدمتونو د تنظیم، په هېواد کې د معیاري زیربناوو د رامنځته کولو، د کوچنیو کاروبارونو لپاره د معیاري کاري سیستم د رامنځته کولو، د هېواد د کرنې د میکانیزه کولو په برخه کې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
نوموړي د یوناما دفتر د اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې څخه وغوښتل چې د سوداګرو د ستونزو د حل، اقتصادي ودې او د پانګونې د اسانتیاوو په برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري وکړي.

ښاغلي مهمند د نړیوالې ټولنې لخوا د افغانستان په رسمیت نه پیژندل د سوداګرو او پانګوالو فعالیت برخه کې ستره ننګونه وګڼله او د یوناما دفتر اقتصادي پروګرامونو له مسؤلې يې وغوښتل چې د هغو سوداګرو لپاره چې په کور دننه فعالیت کوي د نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو له استازیو سره د ناستو زمینه برابره کړي.

آغلې دینای بوګاس د هېواد د اقتصادي ودې برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق هڅې وستایلې او پورته یادو مواردو په اړه يې د خپلو هر اړخیزو همکاریو او مرستو ډاډ ورکړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په داسی حال کې چې، د اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړيو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ذکریا بریالي او د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله د نړیوالې خصوصي سوداګرۍ مرکز (CIPE) له مرستیال او د کرنې، کسبګرو، ښځو، صنایعو او کانونو اتاقونو استازیو سره د لیدنې په ترڅ کې، پر عایداتو د مالیاتو قانون کې د بدلونونو، د سوداګریزو ننګونو او لومړیتوبونو پيژندنې، او په شته ننګونو د غلبې حاصلولو په موخه د ستر کنفرانس په لاره اچولو په اړه خبرې اترې وکړي.  

ښاغلي مایل احمدي افغان سوداګرو ته د بهرنیو هېوادونو له خوا د ویزو نه ورکول، د دوی بانکي زیرمو ته د سوداګرو او خصوصي شرکتونو نه لاس رسی او د پیسو د لېږد لپاره د کمېشن لوړوالی، نړیوالو نندارتونونو ته د ښځو نه لاسرسی، د بیخبنسټونو او د هېواد په بندرونو کې د معیاري امکاناتو نه شتون  له عمده ستونزو څخه یاد کړل او د کرنې په میکانیزه کیدو یې ټینګار يې وکړ. نوموړي د سوداګرو ستونزو حل په موخه د خصوصي سکتور او نړیوالو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو کې د (CIPE) د ادارې رول اړین وباله او له یادې ادارې سره یې د اتاق د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ښاغلي شیرین آغا سخي د کابل ښاروالۍ د غیر عادلانه نرخ نامو یادونه وکړه او زیاته یې کړه "د کابل ښاروالۍ د مارکیټ د واقعتونو په له نظر کې نیولو پرته نرخ نامې ترتیبوي چې د بازار د واقعي بیو سره په ټکر کې دي. نوموړي په دی برخه کې د کابل ښاروالۍ د جدي پاملرني غوښتنه وکړه.

ښاغلي خانجان الکوزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او نورو اتاقونو تر منځ پر هر اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او د نورو اتاقونو له مسوولینو یې وغوښتل چې د سوداګرو او د خصوصي سکټور د غړو د ستونزو د پېژندلو په برخه کې د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سره همکاري وکړي او له CIPE څخه یې وغوښتل چې د ورته کنفرانسونو په دایرولو سره د خصوصي سکتور او سوداګرو ستونزو حل او لازمو آسانتیاوو ته لاره هواره کړي.

ښاغلي میرویس هوتک د هېواد په ټولو ولایتونو کې د سوداګرو او خصوصي سکتور د ستونزو د هواري لپاره د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د چمتووالي ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د اتاقونو ترمنځ په لا ډیرې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.  

ښاغلي محیب الرحمن شیرزاد په یادو برخو کې د هیواد د خصوصي سکتور د ستونزو په هواري کې د CIPE د لیوالتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل" CIPE هڅه کوي چې څنګه وکولای شي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او نورو اتاقونو په همکارۍ د سوداګرۍ او پانګونې، کرنې او کسبګرو برخه کې د مالیاتو د قوانینو په اړه روزنیز او غیزمن سیمینارونه جوړ کړي.

د خصوصي سکتور لپاره د ماليې وزارت د قوانینو او طرزالعملونو عامه پوهاوي پروګرام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي د نړیوالو اړیکو رئیس ښاغلي انجنیر سید جاوید برهان، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د ماليې وزارت د عوایدو ریاست تخنیکي مرستیال ښاغلي معراج محمد معراج او د خصوصي سکتور سوداګرو، پانګوالو او اتحاديو په شتون کې، د اتاق د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو.

ښاغلي مهمند د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د عامه پوهاوي پروګرام پر اهمیت خبرې وکړې او ویې ویل: مالیه د هېواد د اقتصاد په وده کې اساسي اصل ګڼل کېږي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ماليې وزارت په همکارۍ سره هڅه کوي چې د ماليې برخه کې لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي تر څو سوداګر وکولای شي خپلې ټولې مالیې په اسانۍ سره تصفیه کړي. هغه د هېواد له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د مالیې وزارت له قوانینو او طرزالعملونو سره سم خپل حسابونه تصفیه کړي.

معراج الدین معراج د مالیې وزارت له خوا د سوداګرو او د خصوصي سکتور د غړو لپاره د اسانتیاوو د رامنځته کولو، د ګمرکونو لپاره د پالیسیو او میکانیزمونو د رامنځته کولو، له اداري فساد سره د مبارزې، د رسمي اقتصاد د ودې لپاره د زمینې برابرولو او مالیې ورکولو ته د سوداګرو هڅولو په اړه خبرې وکړې او د خصوصي سکتور ټولو غړیو ته یې په دې برخه کې د لا زياتو اسانتياوو رامنځته کولو ژمنه وکړه.

ښاغلي الکوزي د سوداګرو د ستونزو د کمولو په برخه کې له مالیې وزارت سره د سوداګرۍ اتاق د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې په راتلونکي کې هم ورته د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړي.

ورپسې، د مالیې وزارت د عمومي ریاست د ماموریت په اړه د دې وزارت د تخنیکي ټیم لخوا معلوماتي پریزنټشن، د مالیې وزارت د عمومي ریاست لید، د مالیې تابع عواید، هغه عواید چې د مالیې څخه معاف دي، د مالیه ورکوونکو حقونه، د مالیاتو ډولونه، د مالیه ورکوونکو مکلفیتونه، د ماليې تادیه کولو برخه کې آسانتیاوې، غیر مجرا لګښتونه، مستقیمې مالیې، غیر مستقیمې مالیې، پر عایداتو ماليې، د ګټندویه راکړو ورکړو مالیې، موضوعي مالیې، ثابتې مالیې، د مالیو اظهار نامې، د اظهار نامو د سپارلو وخت او د مالیې ادارې د کارمندانو مکلفیتونه، حاضرو کسانو ته وړاندې شو.

ښاغلي شیرین اغا سخي، انجنیر سید جاوید برهان او نورو سوداګرو هم د شته ستونزو په اړه خبرې وکړې او د مالیاتو د تصفیې او نورو چارو په برخه کې یې د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه وکړه.

په پای کې، ښاغلي خیرالدین مایل احمدي مالیاتي اسنادو څیړنې برخه کې د سوداګرو ستونزو، لوړو ګمرکي تعرفو، په بانکونو کې د سوداګرو د پیسو بندوالي، د صادراتي اظهارنامو نه څیړنه، په مالياتي کارکوونکو کې د لازمې وړتیا نه شتون، په ګمرکونو کې د اسیکیوډا سیستم عدم فعالیت او په ګمرکونو کې د اصلي انوایسونو نه څیړنې په اړه خبرې وکړې او په یادو برخو کې يې د سوداګرو ستونزو ته د حل مناسبو لارو چارو لټولو غوښتنه وکړه.

ښاغلي معراج ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به د حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره شریکې او هڅه به وکړي چې د پای ټکی ورته کیږدي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي میرویس هوتک يې ملتیا کوله او د اتاق د مختلفو ډیپارټمنټونو آمرینو هم شتون درلود، په روان لمریز کال کې د امام ابو حنیفه (رح) دویم نړیوال نندارتون جوړولو، په دی برخه کې د لازمې همغږۍ، پروګرامونو، تطبیقي پلان او یو شمیر نورو تخنیکي مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په کابل کې د دویم نړیوال نندارتون د جوړیدو په اهمیت خبرې وکړې او زیاته یې کړه: د دغه نندارتون جوړیدل د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو لپاره یوه بیړنۍ اړتیا ګڼل کیږي او باید د دغه نندارتون د په ښه شکل جوړولو لپاره هر اړخیزې هڅې وشي څو د هیواد سوداګر، صنعتکاران او پانګه وال خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

ښاغلي مهمند د دغه نندارتون پر هراړخیزوالي ټینګار وکړ او ویې ویل: په کابل کې د دویم نړیوال نندارتون جوړېدل د کورنیو تولیداتو د معرفي کولو ترڅنګ د سیمه ییزو او نړیوالو تولیداتو د معرفي کولو لپاره هم یو فرصت دی او موږ باید هڅه وکړو چې خپل کورني تولیدات په غوره توګه نندارې ته وړاندې کړو ترڅو وکولی شو کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه وکړو او سیمه ایزو او نړیوالو بازارونو ته لاسرسی پیداکړو.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند په داسی حال کې چې د بطریو یو شمیر صنعت کارانو او سوداګرو هم شتون درلود د ماليې وزارت ګمرکونو معینیت لخوا د بطریو په وارداتو باندی د تعرفې بیې تعین په موخه په جوړه شوې ناسته کې ګډون وکړ.
 
ښاغلي مهمند د کورنیو تولیداتو په ځانګړې توګه د بېلابېلو بطریو د تولید په برخه کې د هېواد د تولیداتو د کیفیت او ظرفیت په لوړولو ټینګار وکړ. هغه په بازار کې د دغه محصول د تقاضا په پوره کولو کې د بطریو سوداګرو رول مهم وباله او د ګمرکونو معینیت له مسوولینو یې وغوښتل چې د ګمرکي تعرفې د مناسبې کچې په ټاکلو کې توازن رامنځته کړي، څو له یوې خوا کورنیو تولیداتو ته وده ورکړي او له بلې خوا د بطریو سوداګر وکولی شي چې د بطریو مناسبې تعرفې په تادیه کولو سره د بطریو وارداتو ته دوام ورکړي.

د بطریو د کورنیو تولیدونکو څخه ښاغلي عبدالمتین قلندري د دغه محصول د تولیدونکو په استازیتوب د کورنیو تولیداتو د جزئیاتو، کیفیت او شته ظرفیت په اړه معلومات ورکړل او د کورنیو تولیداتو په پام کې نیولو سره یې د ګمرکي تعرفو د بیې د ټاکلو لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي محمد عارف چې د بطریو په برخه کې یو له سترو واردونکو څخه دی، د نورو واردونکو په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل: د بطریو کورني تولیدات په بازار کې تقاضا نه شي پوره کولای او اړتیا ده چې له نورو هیوادونو څخه بوتلونه وارد شي. هغه د مالیې وزارت ګمرکونو له معینیت څخه وغوښتل چې په بازار کې د حقایقو په نظر کې نیولو سره دې د ګمرکي تعرفې او د دې محصول د وارداتو د تعرفې د ټاکلو په اړه معقول تصمیم ونیسي.

د مالیې وزارت ګمرکونو معینیت چارواکو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه، واردونکو او کورنیو تولیدونکو د خبرو له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه، چې د کورنیو تولیدونکو او سوداګرو په ګډون دې یوه ګډه کمېټه جوړه کړی شي څو د ګډ پلاوي له څیړنې وروسته د ګمرکي تعرفې بیې په اړه مناسبه پریکړه ونیول شي.

مقالات دیگر...