د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د افغانستان د درملیزو خدمتونو او طبي توکو اتحاديې له رئیس او غړیو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي او ضیاءالدین اچکزي د افغانستان د درملیزو خدمتونو او طبي توکو اتحاديې له رئیس ښاغلي اسدالله کاکړ سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي کاکړ او ددی اتحاديې نورو غړیو خپلې ستونزې په لاندی ډول بیان کړې:
• د درملو او طبي توکو پیر په موخه بهرنیو هېوادونو ته د پیسو په لیږد کې ستونزې
• په څلور یا شپږ میاشتو کې د مالیاتي بیلانس تصفیې ستونزې
• د بلټۍ په توګه د درملو واردولو ستونزې
• او د هغو درملو لیږد موټرونو ځنډونه چې د په مجاز لست کې ځای نه لري
 
او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په مشرتابه يې غږ وکړ، چې د دوی ستونزې د افغانستان اسلامي امارت له اړونده ادارو سره شریکې او د حل لارې چارې ورته ولټوي.
 
د نوموړې اتحاديې غړیو زیاته کړه "هغو هېوادونو ته چې درمل ځینې اخیستل کیږي، که چیرې د پیسو لیږد ستونزې یې حل نه شي، هېواد به د درملو له کمښت سره مخ شي. همدارنګه، د درملو مجاز لست له مخې یواځې ۱۶۰۰ قلمه درمل هېواد ته د واردولو وړ دي، په داسې حال کې چې په هېواد ۱۲۰۰۰ قلمه درمل په مصرف رسیږي، نو موږ غواړو چې د درملو مجاز لست باندی د تکیې پر ځای که چیرې د درملو په معیار او کیفیت باندی تاکید وشي، ښه به وي."
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي خان جان الکوزي د ستونزو اوریدو وروسته وویل چې دوی پخوا تر دی هم د عامې روغتیا وزارت سره د درملو د کمښت اندیښنې شریکې کړې وي او د درملو اتحادیې له غړیو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه په کتبي ډول د اتاق سره شریک کړي، ترڅو د اتاق مشرتابه يې د افغانستان اسلامي امارت اړوندو ادارو سره د شریکولو په پایله کې د حل لارې چارې ورته ولټوي.