د میدان وردګو ولایت باغ لرونکو اتحادېې او د مڼو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره خپلې ستونزې شریکې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او د اتاق ستر سلاکار ښاغلي حاجي شرف الدین د میدان وردګو ولایت باغ لرونکو اتحادېې له مرستیال ښاغلي حاجي نصرالله او د مڼو یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د شته ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي حاجي نصرالله او د مڼو سوداګرو، پداسې حال کې چې د دوی د ستونزو هواري په برخه کې د اتاق د دوامداره همکارۍ ستاینه وکړه، د پاکستان حکومت لخوا په مڼو د لوړې تعرفې په اړه يې اندیښنه څرګنده کړه. او دی ستونزې ته يې د پای ټکي کیښودو په برخه کې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو اوریدو وروسته، د هغو ننګونو او زیانونو یادونه وکړه چې پخوا ورداتي مڼو د باغ لرونکو او د مڼو صادروونکو ته رامنځته کړي وه او زیاته يې کړه چې سږ کال د اسلامي امارت هڅو له برکته د هېواد د مڼو صادراتو په موسم کې به بهرنۍ مڼې هېواد ته نه واردیږي.
 
ښاغلي مهمند وویل "د اتاق هغه پلاوی چې پاکستان ته تللی، د تعرفو راکمولو په برخه کې به د پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او هڅه به وکړي چې تعرفې راکمې کړي."
 
په پای کې، ښاغلي مهمند د ناستې ګډونوالو سوداګرو سره ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د اسلامي امارت له اړونده ادراو سره شریکې او د حل لارې چارې به ورته ولټوي.