د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، کام ایر هوايې شرکت او جلغوزو صادروونکو اتحاديې ترمنځ د هوا له لارې د کارګو لیږد په اړه دری اړخیز تفاهملیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هڅو په پایله کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق، کام ایر هوايې شرکت او جلغوزو صادروونکو اتحاديې ترمنځ د هوا له لارې د کارګو لیږد په اړه دری اړخیز تفاهملیک لاسلیک شو.
 
د تفاهملیک لاسلیکولو په مراسمو کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک، د ټرانسپورټ وزارت هوايې چلند معین ښاغلي غلام جیلاني وفا، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او د کام ایر هوايې شرکت استازو، او د جلغوزو اتحاديې رئیس ښاغلي دلدار ځدران ګډون درلود.
 
ښاغلي مهمند ګاونډیو هیوادونو او سیمې ته د افغانستان صادراتو پراختیا په برخه کې د اتاق د هڅو یادونه وکړه، او زیاته يې کړه چې چین ته د جلغوزو صادرات د هیواد له مهمو صادراتي توکو څخه دي. او د کام ایرهوایی شرکت څخه یې وغوښتل چې د هېواد اوسني وضعیت او د حکومت له خوا د سبسایډي نشتون ته په پام کې ونیسي او د هوا له لارې د سوداګریزو توکو لیږد نرخ کم کړي. ښاغلي مهمند د افغانستان پر اړوندو وزارتونو غږ وکړ چې د سیمې او نړۍ نورو هیوادونو ته د صادراتو په برخه کې لا ډیر ملاتړ او همکاري وکړي.
 
ښاغلي غلام جیلاني وفا خصوصي سکتور د هېواد د اقتصادي څرخ چلوونکی وبله او د افغانستان د صادراتو د ودې لپاره د لازمو اسانتیاو په رامنځته کولو کې يې د وزارت له مسؤلیتونو اداکولو ډاډ ورکړ.
 
ښاغلي عطايي د هېواد په سیاسي نظام کې د بدلونونو وروسته د افغانستان صادراتو پر وړاندې جدي ننګونو ته د رسیدو لپاره د اتاق د هڅو یادونه وکړه، او زیاته یې کړه چې یو شمیر نړیوال شرکتونه هم چمتو دي ترڅو د افغانستان صادراتي توکي د هوايې دهلیز له لارې ولیږدوي.
 
ښاغلي ځدران د جلغوزو صادروونکو ستونزو هواري په برخه کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق دوامداره هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې د هوايې دهلیز له لارې د صادراتو بیا پیل کیدل د سیمې د خلکو او د پروسس په کارخانو کې د سلګونو کارکوونکو په اقتصادي لوړتیا کې اړین رول لوبوي.
 
په پایله کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د کام ایر صلاحیت لرونکي استازي ښاغلي محمد داوود شریف او د جلغوزو اتحادیې رئیس ښاغلي دلدار ځدران تفاهملیک لاسلیک کړ.