د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د فراه ولایتي اتاق له رئیس او د غرب حوزې له یو شمیر سوداګرو سره لیده کاته کړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د مدیره پلاوي غړي ښاغلي محمد داوود یوسفزي د فراه ولایتي اتاق له رئیس ښاغلي حاجي دین محمد نعمتي او د غرب حوزې له یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې د دوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي حاجي دین محمد نعمتي او سوداګرو د ګمرکي ستونزو لکه: د تعرفو لوړوالی، د سوداګریزو توکو لیږد به برخه کې د ګاډو د بی نوبتۍ ستونزې او د ټاکل شوي تناژ مطابق د سوداګریزو توکو لیږد په برخه کې د محدودیت په اړه چې په بازار کې په نرخونو منفي اغیزې لري خبرې وکړي او د اتاق څخه يې وغوښتل چې یادې ستونزې د اسلامي امارت له اړونده ادارو سره د شریکولو په ترڅ کې د له منځه وړلو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
 
برسیره پردی، سوداګرو د ایران یو اړخیز چلند وغنده او زیاته یې کړه چې ایران د میوو په موسم کې د افغانستان صادراتو ته اجازه نه ورکوي چې د ایران خاورې ته داخل شي، په داسې حال کې چې افغانستان د ایران څخه د تازه میوو په وارداتو باندی هیڅ ډول محدودیت نه دی وضع کړی.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو ستونزو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اسلامي امارت له اړونده ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.