د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې او د سکتوري اتاقونو استازیو د دامپنګ ضد قانون د طرح په اړه ځانګړې ناسته وکړه

د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې او د سکتوري اتاقونو استازیو د دامپنګ ضد قانون د طرح په اړه د زمري په ۷مه نیټه، د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مرکزي دفتر کې ځانګړې ناسته وکړه.
په یاده ناسته کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق حقوقي سلاکار ښاغلي عبدالسلام کوهي د دامپنګ ضد قانون طرحې ارزونې په اړه خپل ارزښمتن نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
په دې ناسته کې د پرایسک پنځمې حقوقي کمېټې استازي، د ولسمشرۍ لومړي او دویم معاونیت استازیو، د صنایعو او معدنونو اتاقونو مسؤلینو، ښځو، کسبګرو او د کرنیزې برخې مسؤلینو د ګډون کولو ترڅنګ، د دامپنګ ضد قانون طرحې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه مطرح کړل.
 
ښاغلي کوهي د دامپنګ ضد قانون طرحې په اړه خپله خوښي څرګنده او د کورنیو تولیداتو په ملاتړ او د لری او نژدی هېوادونو څخه د وارداتي توکو په برخه کې په سالمې سیالۍ ټینګار وکړ. او زیاته يې کړه چې په دی قانون کې باید د کورنیو تولیداتو زیاتوالي، پانګه اچوونکو هڅونې او د زیانونو پیژندلو په اړه نظرونه ځای پر ځای کړی شي.
 
ښاغلي کوهي د خپلو خبرو په جریان کې وویل "د خونو رامینځته کیدل باید په عمل کې خپل اغیزمنتوب وښیې او د کورنيو تولید کونکو لپاره د ډیرو اسانتیاو چمتو کولو لپاره د پخوا په پرتله ډیر منظم حرکت وکړي او هغه ستونزې چې کورني تولیدونکي دا مهال په بیلابیلو سکتورونو کې ورسره مخ دي لرې کړی شي.
 
ښاغلي کوهي هیله څرګنده کړه چې د نوموړي قانون بډای کول به د کورني تولید کونکو کار په اصولي چوکاټ کې راګیر کړي ترڅو دوی وکولی شي د وارداتي توکو واردونکو سره په سالم ډول سیالي وکړي.
 
د یادو اتاقونو مسؤلینو د دامپنګ ضد قانون بډای کیدو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح، په نوموړي قانون کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مطرح شوې مادې تائید، د سوداګرۍ او صنعت وزارت او اړونده ادارو څخه يې د نوموړو مادو د تصحیح غوښتنه وکړه او د دی ډول ناستو په تکرار يې ټینګار وکړ.