د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د پاکستان لپاره افغان جنرال قونسل سره لیده کاته وکړل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي غړیو هر یو ښاغلي خان جان الکوزي، ضیاءالدین اڅکزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د پاکستان لپاره افغان جنرال قونسل ښاغلي نجیب الله احمد زي سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو، پانګه ایزو او ټرانزيټي ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند د پاکستان لپاره افغان جنرال قونسل ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د سوداګریزو، پانګه ایزو او ټرانزيټي ستونزو حلولو په برخه کې د نوموړي هڅې وستایلې او د ننګونو حلولو او ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې يې د نوموړي د لا ډیر پام غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه چې سوداګر اوس هم پاکستان ته د خپلو سوداګریزو توکو صادرولو په برخه کې له یو لړ ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې باید د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټول شي.
 
ښاغلي مهمند ټینګار وکړ چې د پاکستان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې د بل هر هیواد په پرتله ډیرې دي، او دغه اړیکې چې په هر اندزه غښتلې شي، د دواړو هېوادونو په ګټه تمامیږي او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غواړي د دې پیاوړي کولو لپاره د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګرۍ ته د پام وړ وده ورکړي.
 
ښاغلي الکوزي وویل "افغان سوداګر اوس هم د کراچۍ، واګا او کویټه بندرونو کې د ترانزیت په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي او باید دې برخې ته پاملرنه وشي.
ښاغلي الکوزي د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه "سوداګر په کراچۍ، اسلام آباد او کویټه کې د افغانستان د سوداګریزو آتشو په تشو د مسلکي کسانو په ګمارنه کې د ځنډ څخه شکایت کوي او باید د سوداګرۍ د اسانتیا لپاره په دې برخه کې ګړندي ګاموته پورته کړی شي.
 
د ښاغلي الکوزي په باور، سیاسي اړیکې باید د دواړو هیوادونو تر منځ په سوداګریزو اړیکو منفي اغیزه ونه کړي؛ ځکه چې دا د دواړو هیوادونو سوداګري ټکنۍ کوي.
ښاغلي شینوزاده په پاکستان کې د یو شمیر درملیزو شرکتونو د سرغړونو په اړه شکایت وکړ او زیاته یې کړه چې د دوی د ژمنې سربیره، دوی افغان سوداګرو ته د ټیټ کیفیت لرونکي درمل وړاندې کوي او ددی کار مخه باید ونیول شي.
 
ښاغلي احمدزي وویل "موږ تل هڅه کړې چې افغان سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې او سوداګریز فرصتونه رامنځته کړو او د ستونزو په حلولو کې یې هم ګړندي ګامونه پورته کړو."
ښاغلي احمدزي زیاته کړه "افغان سوداګر په افغانستان کې د امنیت د نشتوالي له امله په پاکستان کې پانګونه کوي خو که چیرې ګران هېواد افغانستان کې امنیت ټینګ شي، نو دوی ډیر لیواله دي چې بیرته هیواد ته راستانه او پانګونه وکړي."
 
ښاغلي احمدزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ته ډاډ ورکړ چې د دې سازمان سره په نږدې همغږۍ کې به د افغان سوداګرو لپاره د لا زیاتو اسانتیاو برابرولو په برخه کې لازم ګامونه پورته کړي ترڅو په پاکستان، په ځانګړي توګه په پیښور کې افغان سوداګر د سوداګريزو، پانګه ایزو او ټرانزیټي برخو کې له ستونزو سره مخ شي نه.
 
د ناستې په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه ښاغلی احمدزی د هغو خدمتونو له امله چې په دی برخه کې یې تردی دمه ترسره کړي دي وستایه.