په افغانستان کې د خصوصي پانګه اچونې قانون په اړه د نظر راټولولو ورکشاپ

د پانګه اچونې اسانتیاوو واحد رئیس ښاغلي عطاء الله نصیب، د صنعت او سوداګرۍ معین سلیمان بن شاه، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايې، د اتاقونو د فداسیون معاون ښاغلي خان جان الکوزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، حکومتي چارواکو او ډیر شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو د چهار شنبه په ورځ د کابل په انټر کانټیننټآل هوټل کې د خصوصي پانګه اچونې قانون په اړه د نظر راټولولو ورکشاپ کې ګډون او ویناوې وکړې.
 
ښاغلي عطايې د دی ناستې دایریدل د خصوصي سکتور لپاره خورا اړین بللو ترڅنګ، وویل " په اقتصادي، صنعتي او ډیری نورو برخو کې ډیری مخکښ هیوادونه د کورنیو پانګه ایزو فعالیتونو او د بهرنۍ پانګه اچوني راجلبولو ته اړمن دي او یو له لومړیتوبونو څخه ګڼل کیږي." هغه په مختلفو سکتورونو کې د موجوده پانګه ایزو فرصتونو یادونه وکړه کوم چې د پانګوونې راجلبولو په پروسه کې د ستونزو له امله ورو دي.
 
ښاغلي عطایي زیاته کړه: "تر هغه ځایه چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هیواد خصوصي سکتور رښتیني استازي په توګه اړه لري، د لویو ننګونو سربیره د امنیت نشتون، ځمکې ته نه لاسرسی. د فساد پروړاندې مبارزه، د بریښنا رسولو ستونزه؛ ځینې تخنیکي، جوړښتي مسلې او یوه شفافه پالیسي شتون نه لرل چې د دوی د برخې لپاره کولی شي د موجوده پانګوونو په ساتنه کې سملاسي اغیزه ولري."
 
ښاغلي عطايې ټینګار وکړ چې د موجوده پانګه اچونې قانون کې باید مناسبې کړنلارې او سمونې رامنځته کړی شي ترڅو د هېواد څخه د پانګې د فرار مخنیوې وکړي.
 
ښاغلي خان جان الکوزي د اتاقونو د فداسیون معاون، د ولسمشر څخه د پانګونې په برخه کې د یو لړ اسانتیاو د برابرولو له امله مننه وکړه او د پانګه اچونې قانون په پروسې يې نیوکه وکړه، ځکه چې د مختلفو ادارو د مداخلې لامل کیدو سربیره دا دفترونه دا پروسه اوږدوي او ستونزې رامینځته کوي. هغه د مقرراتو بدلولو او د پانګه اچونې لپاره د زیاتو اسانتیاو رامینځته کولو باندې ټینګار وکړ.
 
ښاغلي خان محمد سر فراز باز د هیواد په پانګه اچونه کې د صرافانو رول اړین وباله او هغه په سوداګرۍ، پانګه اچونې او اقتصادي برخو کې د دولت د ملا تیر وباله. هغه د هیواد د دودیز طبیعت او د قوانینو د پیچلتیا له امله د هیواد د صرافانو په فعالیتونو کې شته ستونزو ته اشاره وکړه او د هیواد د اوسني وضعیت سره سم یې په قوانینو کې د اسانتیاو غوښتنه وکړه.
 
دې ورکشاپ کې د پورته یادو کسانو سربیره، د پانګه اچونې اسانتیاوو واحد رئیس ښاغلي عطاء الله نصیب، د صنعت او سوداګرۍ معین سلیمان بن شاه د پانګه اچونې قانون په ارزښت، په دی برخه کې د دوی د ادارو رول او د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په اړه خبرې وکړې.
په پای کی سوداګرو او پانګوالو هم شته ستونزو او د پانګه اچونه په برخه کې د شتو ننګونو حلولو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړل.